تاوتریخوالی او ګرافیکي منځپانګه

د پالیسي معلومات

لاګ بدل کړئ
د پالیسۍ منطق
موږ پوهیږو چې خلک د ګرافیکي او د تاوتریخوالي څخه د ډکو انځورونو په اړه مختلف حساسیتونه لري. د دې ډول منځپانګې څخه د کاروونکو د ساتنې لپاره موږ خورا ګرافیکې منځپانګه لرې کوو او د نورو ډولونو منځپانګې ته د خبرداري لیبلونه اضافه کوو ترڅو خلک مخکې له دې چې دوی پرې کلیک وکړي، پوه شي چې دا ممکن حساسه وي. موږ د ځوانو کاروونکو لپاره د هغه منځپانګو د لیدلو وړتیا محدودوو چې ممکن د دوی لپاره مناسبه نه وي یا د دوی د عمر سره سمه نه وي. د دې کار په ترسره کولو سره موږ غواړو چې د کاروونکو لپاره مناسبه تجربه چمتو کړو، په داسې حال کې چې خپلو کاروونکو ته د ځان د څرګندولو لپاره ځای چمتو کوو.
موږ پوهیږو چې کاروونکي ممکن د بشري حقونو د سرغړونو یا وسله والې جګړې په څیر عملونو باندې د رڼا اچولو یا غندلو لپاره مواد شریک کړي. زموږ پالیسي هغه وخت دا په پام کې نیسي کله چې په دې شرایطو کې منځپانګې شریکې شي او د دې مطابق د بحث او پوهاوي د لوړولو لپاره بحث ته اجازه ورکوي.
د تادیه شوو اعلاناتو لپاره موږ اضافي محافظتونه چمتو کوو. د مثال په توګه هغه منځپانګه چې حساسه ګڼل شوې وي په اعلاناتو کې د ښودلو وړ نه ده. موږ د هغو عکسونو او ویډیوګانو په شمول اعلانونه منع کوو چې ټکان ورکوونکي، ویرونکي یا په بل ډول حساس وي. د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ زموږ د اعلاناتو معیارونه ته ورشئ.
مه یې پوسټ کوئ:
د خلکو انځورونه
د خلکو ویډیوګانې، ژوندي یا مړه شوي، په غیر طبي شرایطو کې، انځوروي:
  • تجزیه کول.
  • د لیدلو وړ دننه غړي، لکه ښکاره شوي غړي، هډوکي یا د عضلاتو هغه نسج چې په ژوندیو یا مړو کسانو کې وي؛
  • سوځېدونکي یا سوځول شوي خلک؛ یا
  • د ستوني غوڅول.
د اعدام د مجازاتو ژوندی جریان.
دردونکې څرګندونې
ساديتي تبصرې هغه تبصرې دي - لکه سرلیکونه یا تبصرې - چې د خلکو یا څارویو په تکليف کې ښکېلتيا یا سپکاوي باندې د خوښۍ یا خوښحالۍ څرګندونه کوي.
موږ لرې کوو
  • د انځورونو (ویډیوګانو او هم ساکن عکسونو) په اړه هغه ساديتي تبصرې چې په بل ډول تر دې پالیسۍ لاندې په سکرین خبرتيا ترلاسه کوي، خلکو ته وړاندوينه کوي چې منځپانګه ممکن خپه کوونکې وي؛ مګر دا چې انځورونه د ځان د دفاع کړنې ښیي (د مثال په توګه د هغه چا ویډیو چې ځان د وسله والې غلا څخه دفاع کوي) یا په طبي شرایطو کې وي (د مثال په توګه د طبي متخصصینو هغه عکس چې جراحي ترسره کوي).
  • په انځورونو کې ښودل شوي د څارویو د رنځ په اړه څرګندې ساديتي څرګندونې او د مړینې په حالت کې د څارویو انځورول.
  • د هغو عکسونو وړاندیز یا غوښتل چې حذف شوي یا تر دې پالیسۍ لاندې هغه د خبرتیا سکرین ترلاسه کوي کله چې د خواشینونک, څرګندونو سره يوځای ترسره کیږي.
د لاندې منځپانګې لپاره موږ د خبرتیا سکرین شاملوو، ترڅو خلک پوه شي چې منځپانګه ممکن حساسه وي. موږ د لویانو لپاره د منځپانګې د لیدو وړتیا هم تر 18 کلونو او له هغه څخه د ډېرو عمر لرونکو لپاره محدودوو:
د خلکو انځورونه
د خلکو ویډیوګانې، ژوندي یا مړه شوي، په طبي شرایطو کې، چې لاندې موارد انځوروي:
  • تجزیه کول.
  • د لیدلو وړ دننه غړي، لکه ښکاره شوي غړي، هډوکي یا د عضلاتو هغه نسج چې په ژوندیو یا مړو کسانو کې وي؛
  • سوځېدونکي یا کباب شوي کسان، په شمول د جنازې په شرایطو کې؛ یا
  • د ستوني غوڅول.
د هغو خلکو ساکن انځورونه چې ژوندي یا مړه شوي وي، چې ښيي:
  • تجزیه کول.
  • د لیدلو وړ دننه غړي، لکه ښکاره شوي غړي، هډوکي یا د عضلاتو هغه نسج چې په ژوندیو یا مړو کسانو کې وي؛
  • سوځېدونکي یا سوځول شوي خلک؛ یا
  • د ستوني غوڅول.
هغه انځورنه چې (دواړه ویډیوګانې او هم عکسونه) د یو شخص له تشدد ډکه مړینه (د دوی د مړینې شیبې یا وروسته پاتې کیدو په شمول) یا یو څوک چې د ژوند ګواښونکي پیښې تجربه کوي (لکه د موټر لخوا ټکر شوی، له لوړې ارتفاع څخه راغورځیدل یا نور څه تجربه کول) احتمالا وژونکی فزیکي زخم).
هغه انځورونه چې د یو شخص د اعدام سزا څرګندوي (له ژوندي جریانونو پرته).
هغه انځورونه چې د یو شخص یا د خلکو د یو ګروپ پر وړاندې د ترسره شوي وحشت کړنې (د بیلګې په توګه، په جبري توګه منع شوي موضوعاتو باندې د تاوتریخوالي عمل یا وژونکي ګواښونه) انځوروي.
هغه انځورونه چې هغه غیر طبي بهرني شیان (د بیلګې په توګه، چاقو، نوکان، یا نور فلزي شیان) انځوروي چې د یو شخص پوستکي سوري کوي.
هغه انځورونه چې د یو شخص مات شوي، وینه بهیدونکي غاښونه، لرې شوي غاښونه انځوروي چیرې چې وینه بهیږي؛ یا په غاښونو یا زامه کې د بهرنیو شیانو داخلول انځوروي.
هغه انځورونه چې له رحم څخه بهر د هغو جنینو او ماشومانو عکسونه انځوري چې مړه شوي وي، مګر دا چې کوم بل څوک په عکس کې شتون ولري.
د څارویو انځورونه
د حیواناتو هغه هر ډول انځورول چې ژوندي وي یا مړه وي، - د ټوټې ټوټې کول، ښکاره دننه غړې، سوځېدونکي یا کباب کېدونکي یا ژوندي جوشيدونکي انځوروي.
د هغو حیواناتو انځورونه چې د مړه کېدو په حال کې وي.
د انسانانو هغه انځورونه چې په ژوندیو څارویو باندې د ظالمانه کړنې ترسره کوي (د مثال په توګه، په لغته وهل، ډوبول، یا د بڼکو ایستل).
د لاندې منځپانګې لپاره موږ د هغې د لیدلو وړتیا یوازې د 18 کلنو او له هغه څخه پورته عمر لرونکو کاروونکو پورې محدودوو کړې ده:
د خلکو عکسونه
هغه انځورونه چې په جزوي ډول یا په بشپړه توګه نه موندل شوي مړه شوي کسان انځوروي، حتی که چیرې د پرتشدد مړینې نښې نښانې هم په کې شتون ونه لري.
هغه انځورونه چې له رحم څخه بهر د هغو جنینو او ماشومانو عکسونه انځوري چې هغه وخت مړه شوي وي، چې کوم بل څوک په عکس کې شتون ولري.
هغه انځورونه چې ښیي ستنې د واکسین کولو، ایکوپنکچر یا له اړتیا څخه د بهر د یو کس پوستکي سوري کوي، ټاټو کوي یا د سوري کولو شرایط څرګندوي.
هغه انځورونه چې ټپي شوي خلک هغه وخت په طبي شرایطو کې انځوروي کله چې دوی په درد یا تکلیف کې وي، ټپونه ولري یا په مخ او/یا لاسونو کې طبي ټیوب ولري.
هغه انځورونه چې د انسان فاضله مواد او د بدن مایعات (د بیلګې په توګه، غایطه مواد، ادرار، کانګې، د غوږ موم، بلغم، د پوستکي استخراج ضمني محصول، یا وینه) ښیي.
داسې انځورونه چې هغه وسایط انځوروي چې سوځیږي یا چاودنه کوي یا د نورو شیانو سره د ګړندي موټرو د اغیزو شیبه یا وروسته حالت ښیې چیرې چې موټر له خپلې لارې څخه لرې کیږي او / یا د موټر چلونکي یا د مسافرینو برخې په کې سختې زیانمنې شوي وي.
د څارویو انځورونه
هغه انځور چې هغه ژوندي یا مړه شوي څاروي انځوروي، چې ترې بهېدونکي وینه یې ښکاريږي.
د زیږون په شرایطو کې د حیواناتو انځورول (د بیلګې په توګه، د وینې بهېدل یا د لیدلو وړ دننه برخې ښکاره کېدل).
هغه انځورونه چې هغه ژوندي یا مړه شوي حیوانات انځوروي چیرې چې حشرات لیدل کیږي چې له دوی څخه راوتلي وي (د بیلګې په توګه، مګګوټس یا چینجي).
هغه انځورونه چې ټپي شوي څاروی په کې رنځيږي.
خیالي انځورونه
هغه انځورونه چې په لاندې شرایطو کې خیالي خلک انځوروي:
  • تجزیه کول:
  • د لیدلو وړ دننه غړي، لکه ښکاره شوي غړي، هډوکي یا د عضلاتو نسج؛
  • سوځېدونکي یا سوځیدلي خلک؛
  • د ستوني غوڅېدل، یا
  • له تاوتريخوالي ډک مرګونه یا د ژوند ګواښونکي پیښې.
هغه انځورونه چې خیالي اشخاص ښيي او داسې واقعیت ته نږدې وي چې انځور یا ویډیو د یو ریښتیني انسان په څېر ښکاري یا ورته ډېر نږدې وي، په لاندې شرایطو کې:
  • غیر طبي بهرني شیان (د مثال په توګه، چاقوګان، نوکان، یا نور فلزي شیان) چې پوستکي سوری کوي؛
  • د انسان فاضله یا بدني مایعات (د بیلګې په توګه، غایطه مواد، ادرار، کانګې، د غوږونو موم، بلغم، یا د پوستکي استخراج ضمني محصول)، د وینې پرته؛
  • له رحم څخه بهر مړه شوي ماشومان یا جنین؛
په لاندې شرایطو کې د خیالي، خو واقعیت ته نږدي حیوانات انځوروي:
  • تجزیه کول:
  • د لیدلو وړ دننه غړي، لکه ښکاره شوي غړي، هډوکي یا د عضلاتو نسج؛
  • سوځیدلي یا کباب شوي څاروي؛
  • هغه حیوانات چې ژوندی جوشول کيږي؛
  • وینه موجوده وي؛
  • هغه حیوانات چې د مړه کېدو په حال کې وي.
  • هغه خلک چې د ژوندیو څارویو پر وړاندې د ظالمانه کړنې (د مثال په توګه، په لغته وهل، ډوبول یا د بڼکو ایستل) ترسره کوي؛
  • هغه ټپي شوي څاروي چې رنځیږي
  • هغه حیوانات چې حشرات یې له دننه څخه راوځي (د مثال په توګه، د غوښې چينجي یا عامه چینجي).
د لاندې ټولنې د معیارونو په موخه موږ د پلي کولو لپاره اضافي معلوماتو او/یا شرایطو ته اړتیا لرو:
موږ اجازه نه ورکوو:
د داسې انځورونې یا غږیزو منځپانګو خپرول چې د یوه انسان جبري مړینه ښيي، هغه مهال چې د قانون پلي کوونکو اسنادو، د مړینې سند، د باوري شریک راپور، یا د رسنیو راپور له مخې د دغه کس مړینه تایید شوې وي، او د مړي یو د کورنۍ غړی یې د لرې کولو غوښتنه وکړي.
د اعتراض په توګه د ځان سوځولو په شرایطو کې د سوځول شوو یا کباب شویو انسانانو ویډیو.
موږ ښایي دغو مواردو ته اجازه ورکړو:
د یوه انسان جبري مړینې یا د ژوند ګواښوونکي پېښې انځورونه، هغه مهال چې دا انځورونه تصادفي او ناپېیلې وي.
د کارونکي تجربې
په فېسبوک د خلکو لپاره د پلي کولو د ښکاره کېدلو د څرنګوالي په اړه ځینې مثالونه وګورئ، لکه: د هغه څه راپور ورکول تاسو ته څه ډول ښکاريږي، چې تاسو فکر نه کوئ چې باید په فېسبوک کې وي، تاسو ته ویل کیږي چې تاسو زموږ د ټولنې له معیارونو څخه سرغړونه کړې او د یوې ځانګړې منځپانګې د خبرتیا د سکرین مشاهده وکړئ.
یادونه:موږ تل د پرمختګ په حال کې یو، پس هغه څه چې تاسو يې دلته ګورئ ممکن د هغه څه په پرتله چې موږ یې اوس کاروو یو څه زاړه وي.
د کارونکي تجربه
راپور ورکول
د کارونکي تجربه
له راپور وروسته اړیکه
د کارونکي تجربه
د لېرې کولو تجربه
د کارونکي تجربه
د خبرتیا سکرینونه
ډاټا
د ټولنې د معیارونو د پلي کولو وروستي راپور وګورئ
پلي کول
موږ په ټوله نړۍ کې په فېسبوک کې د ټولو کسانو لپاره ورته پالیسۍ لرو.
د بياکتنې ټیمونه
زموږ له 15,000 څخه د زیاتو بیاکتونکو نړیوال ټیم هره ورځ کار کوي، ترڅو خلک په فېسبوک کې خوندي وساتي.
د ونډه لرونکو ښکیلتیا
بیروني کارپوهان، اکاډمیک کسان، غېردولتي موسسې او پالیسي جوړونکي د فېسبوک د ټولنې د معیارونو په اړه په خبرولو کې مرسته کوي.
د تاوتریخوالی او ګرافیکي محتوا په برخه کې مرسته ترلاسه کړئ
دا زده کړئ چې که تاسو په فېسبوک کې داسې څه وګورئ چې زموږ د ټولنې له معیارونو سره په ټکر کې وي، نو هغه وخت تاسو څه کولی شئ.
زموږ د مرستې له مرکز څخه لیدنه وکړئ