د لویانو جنسي غوښتنه او په جنسي ډول لوڅه ژبه

د پالیسي معلومات

لاګ بدل کړئ
د پالیسۍ منطق
لکه څنګه چې يېد لویانو جنسي استحصال پالیسي کې یادونه شوې، خلک د جنسي تاوتریخوالي په اړه د بحث او پام اړولو لپاره زموږ خدمتونه کاروي او ناوړه ګټه ترې پورته کوي. موږ د دې بحث په ارزښت پوهيګو او اجازه یې هم ورکوو. موږ د جنسي کارکونکو د حقونو مدافع او د جنسي کارکونکيو په اړه د مقرراتو بحث ته هم اجازه ورکوو. خو موږ هغه مهال کرښه باسو کله چې منځپانګه د لويانو ترمنځ جنسي اړیکو یا تجارتي جنسي خدمتونو ته لاره هواروي، یا کله چې منځپانګه فحش یا جنسي منځپانګې غوښتنه یا وړاندیز کوي. موږ دا کار د دې لپاره ترسره کوو، ترڅو د هغې راکړې ورکړې د اسانتیا مخه ونیسو، چې ممکن په کې قاچاق، جبري او غیر موافق جنسي عملونه شامل وي.
موږ له جنسي پلوه هغه لوڅه ژبې هم محدودوو، چې ممکن د جنسي غوښتنې لامل شي، ځکه چې په نړیواله ټولنه کې زموږ ځینې لیدونکي ممکن له دې ډول منځپانګې سره حساس وي او دا ممکن د خلکو لپاره د خپلو ملګرو او پراخې ټولنې سره د اړیکو د وړتیا مخه ونیسي.
موږ اجازه نه ورکوو:
هغه منځپانګه چې د فحشا لپاره د اړیکو طریقې وړاندې کوي، غوښتنه کوي یا یې چمتو کوي، کوم چې د پیسو یا ارزښتناک شی په بدل کې د جنسي اړیکو لپاره د ځان غوښتنه کول یا وړاندې کول دي چې د لاندې بنسټونو لخوا تعریف شوي دي:
  • د جنسي مخامخ کېدلو وړاندیز یا غوښتنه (د بېلګې به توګه د اېسکورټ خدمتونه، جنسي/ شهواني ماساژ، جنسي چټونه/ خبرې اترې، د جنسي میل/ سلطې خدمتونه)
  • د فحشا لپاره د عامو اصطلاحاتو کارول د شتون، قیمت یا د پیسو یا د ارزښتناک شی، موقعیت یا د اړیکو د معلوماتو لپاره د معاملې د هر ډول سیګنال غوښتنه یا وړاندیز سره یوځای کول
  • د پیسو یا ارزښتناک شی لپاره د معاملې د قیمت یا کوم سیګنال سره یوځای په جنسي غوښتنې کې ښکیلتیا
  • د جنسي اړیکو یا شریکانو انځورول یا یې داسې یادونه کول چې د قیمت سره یا د پیسو یا جنسي معاملو کومې نښې لري.
  • د دریمې ډلې د سوداګریز جنسي کار لپاره د نورو خلکو استخدام یا وړاندیز د انساني استحصال د پالیسۍ پوښښ لري.
هغه منځپانګه چې د جنسي اړیکو لپاره د اړیکو د لارو چارو وړاندیز، غوښتنې یا چمتو کولو له لارې جنسي غوښتنې کې ښکیل وي لکه:
  • جنسي اړیکه یا هڅونه
  • د خولې له لارې جنسي اړیکه
  • جنسي فېتشونه
  • د سکس چټ یا خبرې اترې
  • جنسي یا تحریک کونکي مساجونه
  • شہواني/تحریک کونکي نڅا یا بربنډول
  • د لوڅو انځورونو شریکول (لکه لوڅ انځورونه، جنسي ویډیوګانې)
هغه منځپانګه چې د فحش منځپانګې د ترلاسه کولو لپاره د اړیکو غوښتنه کوي، وړاندیز کوي یا یې طریقې چمتو کوي یا د فحش لرونکو ویب پاڼو کارونکي نومونه یا لینکونه لري.
جنسي څرګنده ژبه چې د لاندې مواردو په اړه واضح یا ګرافیکي توضیحات کاروي:
  • تناسلي غړي،
  • د جنسي لوڅوالي حالتونه (د بیلګې په توګه لوندوالی یا د جنسي غړي جګېدل)
  • جنسي اړیکې
  • پورته هغه منځپانګه شامله نه ده چې په طنزیه، ټوکو شرایطو یا د جنسي لعنت په توګه شریکه شوې وي.
موږ هغه منځپانګې ته اجازه ورکوو چې په یو بل ډول د دې پالیسۍ له لوري پوښښ ورکول کېږي، کله چې د محکومیت، تعلیمي، پوهاوي د لوړولو یا خبري راپورنو په برخو کې پوسټ کېږي. موږ د پالیسۍ لاندې د جنسي کړنو په اړه بحث کول هم نه منع کوو. په هرصورت، دا د روغتیا او هوساینې له پالیسۍ سره سم د 18 کلونو څخه پورته لویانو پورې محدود کیدی شي، ترڅو د کوچنيانو لپاره د عمر سره سمې تجربې اسانه کړي.
د لاندې منځپانګې لپاره موږ د منځپانګې د لیدو وړتیا هغو لویانو ته محدودوو چې عمرونه یې 18 کلن او له هغه ډير دي:
  • هغه منځپانګه چې د جنسي کړنو یا تجربو په اړه بحث کوي
  • هغه منځپانګه چې د لویانو د ګډون ویب پاڼو کارن نومونه، لینکونه یا لوګو لري
  • په طنزیه یا ټوکو په شرایطو کې جنسي څرګنده ژبه، په شمول د جنسي استعارو
  • له جنسي پلوه وړاندیز کوونکې ژبه چې جنسي اړیکو ته اشاره کوي
د لاندې ټولنې د معیارونو په موخه موږ د پلي کولو لپاره اضافي معلوماتو او/یا شرایطو ته اړتیا لرو:
  • په ځینو مواردو کې به موږ هغو منځپانګو ته اجازه ورکړو چې ممکن پر یو بل ډول د ټولنې له معیارونو څخه سرغړونه کوي، البته هغه وخت چې دا معلومه شي، چې منځپانګه طنزیه بڼه لري. منځپانګې ته به یوازې هغه وخت اجازه ورکړل شي، کله چې د محتوياتو سرغړونکي عناصر طنزي توکو یا یو بل شي یا بل چا ته منسوب شي، ترڅو دوی مسخره یا پرې نیوکه وکړي.
د کارونکي تجربې
په فېسبوک د خلکو لپاره د پلي کولو د ښکاره کېدلو د څرنګوالي په اړه ځینې مثالونه وګورئ، لکه: د هغه څه راپور ورکول تاسو ته څه ډول ښکاريږي، چې تاسو فکر نه کوئ چې باید په فېسبوک کې وي، تاسو ته ویل کیږي چې تاسو زموږ د ټولنې له معیارونو څخه سرغړونه کړې او د یوې ځانګړې منځپانګې د خبرتیا د سکرین مشاهده وکړئ.
یادونه:موږ تل د پرمختګ په حال کې یو، پس هغه څه چې تاسو يې دلته ګورئ ممکن د هغه څه په پرتله چې موږ یې اوس کاروو یو څه زاړه وي.
د کارونکي تجربه
راپور ورکول
د کارونکي تجربه
له راپور وروسته اړیکه
د کارونکي تجربه
د لېرې کولو تجربه
د کارونکي تجربه
د خبرتیا سکرینونه
پلي کول
موږ په ټوله نړۍ کې په فېسبوک کې د ټولو کسانو لپاره ورته پالیسۍ لرو.
د بياکتنې ټیمونه
زموږ له 15,000 څخه د زیاتو بیاکتونکو نړیوال ټیم هره ورځ کار کوي، ترڅو خلک په فېسبوک کې خوندي وساتي.
د ونډه لرونکو ښکیلتیا
بیروني کارپوهان، اکاډمیک کسان، غېردولتي موسسې او پالیسي جوړونکي د فېسبوک د ټولنې د معیارونو په اړه په خبرولو کې مرسته کوي.
د بالغو جنسي غوښتنو او جنسي صراحت لرونکي ژبې په اړه مرسته ترلاسه کړئ.
دا زده کړئ چې که تاسو په فېسبوک کې داسې څه وګورئ چې زموږ د ټولنې له معیارونو سره په ټکر کې وي، نو هغه وخت تاسو څه کولی شئ.
زموږ د مرستې له مرکز څخه لیدنه وکړئ