منع شوي سوداګریز فعالیتونه

د پالیسي معلومات

لاګ بدل کړئ
د پالیسۍ منطق
موږ موخه لرو چې کاروونکي او سوداګرۍ د دوکې له لارې د خپلو پیسو، ملکیت یا شخصي معلوماتو له لاسه ورکولو څخه خوندي کړو. د دې موخې لپاره، موږ هغه منځپانګه او چلند منع کوو چې منع شوي سوداګریز فعالیتونه پکې کارول کېږي. پدې کې د دندو یا حکومتي پروګرامونو جعلي وړاندیزونه، د مشهورو شخصیتونو او برانډونو په نوم د خلکو د راجلبولو چلونه، د پانګونې سکیمونه (د تضمین شویو عوایدو په ګډون)، د پورونو د معافۍ او کریډیټ د اصلاح سکیمونه، د ژر شتمنېدو او ډالیو سکیمونه، د مینې او عاطفي اړیکو سکیمونه، او د خیریه مرستو سکیمونه شامل دي.
موږ خلکو ته اجازه ورکوو چې د درغلیو او نورو منع شویو سوداګریزو فعالیتونو په اړه پوهاوی لوړ کړي، نورو ته معلومات ورکړي او وغندي یې، په دې شرط چې حساس معلومات افشا نه کړي یا یې ترویج نه کړي.
د منع شویو اسنادو او مالي خدمتونو اړوند پالیسیو لپاره، د محدودو توکو او خدمتونو د ټولنې معیارونه وګورئ.
زموږ د پالیسیو پلي کول بشپړ نه دي، او ښايي موږ د پالیسیو ټولې سرغړونې ونه مومو. د دې په اړه د نورو معلوماتو لپاره چې څنګه غولوونکې منځپانګه وپېژنئ او د خپل ځان په خوندي ساتلو کې د مرستې لپاره څه کولی شئ، زموږ د درغلیو پر وړاندې د خوندیتوب مرکز ته ورشئ.
پلي کول
موږ ښايي د پلي کولو بېلابېل اقدامات ترسره کړو، چې پکې د منځپانګې او اعلانونو لرې کول، د خپرېدو کمول، د اعلاناتو پر حسابونو محدودیت لګول، د ځانګړنو محدودول، د تایید غوښتنه کول، یا د حسابونو غیر فعالول شامل دي، خو یوازې تر دې پورې محدود نه دي. دا اقدامات ښايي زموږ د خپل فعال کشف په پایله کې ترسره شي، یا د باوري بنسټونو د راپورونو او د کاروونکو د نظرونو (چې لاندې تشریح شوي) پر بنسټ وي.
د کارونکي فيډبېک
د کاروونکو فيډبېک له موږ سره د هغو سوداګریزو فعالیتونو په پېژندلو کې مرسته کوي چې د کاروونکو لپاره ناوړه تجربې رامنځته کوي. موږ سیګنالونه لکه د منفي فیډبېک پرله‌پسې بڼې یا په نامتناسبه کچه زیات فیډبېک په پام کې نیسو، او مربوط فیډبېک له اعلان کوونکو او پلورونکو سره شریکوو، ترڅو هغوی خپلې منځپانګې ته پرمختګ ورکړي او د پېرودونکو رضایت ښه کړي. که له خبرداریو سره سره منفي فیډبېک دوام ومومي، موږ ښايي پورته اقدامات ترسره کړو، چې د مسؤلو حسابونو یا بنسټونو تر محدودولو یا غیر فعالولو پورې رسېدای شي. پدې کې د لاندې فعالیتونو پر وړاندې د پلي کولو اقدامات شامل دي:
  • غولوونکې یا نامعقوله بیه ټاکنه.
  • نه سپارل: د پیسو له ورکړې وروسته د پېرودل شویو محصولاتو یا خدمتونو په سپارلو کې پاتې راتلل.
  • د محصول ناسم وړاندې کول: د هغو محصولاتو یا خدمتونو ترویج چې له اعلان شویو محصولاتو یا خدمتونو سره د پام وړ توپیر ولري، په شمول په کیفیت کې د پام وړ توپیرونو یا ناسمو توکو.
  • غیر مجاز لګښتونه: د مخکینۍ اجازې یا روښانه افشا کولو پرته د پېرودونکي د تادیې له طریقې څخه پیسې اخیستل.
  • د بېرته ستنولو یا د پیسو بېرته ورکولو د پالیسیو سرغړونه: د اعلان شویو د پیسو بېرته ورکولو یا بېرته ستنولو پالیسیو په رعایتولو کې پاتې راتلل.
  • د ګډون غولوونکي فعالیتونه: د شرایطو له روښانه افشا کولو پرته د پېرودونکو په تکراري تادیاتي پلانونو یا د ګډون په خدمتونو کې شاملول.
  • هغه لینکونه چې داسې ښکاري چې قانوني سوداګریزو سایټونو ته لار هواروي، خو پر ځای یې د درغلۍ سایټونو ته لار هواروي.
موږ اجازه نه ورکوو:
هغه منځپانګه چې د سوداګریزې یا مالي ګټې لپاره د خلکو یا سوداګرۍ د غولولو په موخه له غولوونکو تګلارو څخه کار اخلي، چې پکې لاندې موارد شامل دي، خو یوازې تر دې پورې محدود نه دي:
د پور منع شوې منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د پور هغه وړاندیزونه چې د پور ترلاسه کولو لپاره له کاروونکي څخه د مخکینۍ فیس ورکولو غوښتنه کوي.
  • د پور هغه وړاندیزونه چې د تصویب د معیاري معیارونو، لکه د پور اخیستونکي د مالي معلوماتو، له یادونې پرته د پور تصویب تضمینوي.
د منع شوي قمار منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د ریښتینو پیسو د قمار وهلو خدمتونه ("ریښتینې پیسې" د ریښتینې نړۍ هغه اسعار دي چې په ریښتینې نړۍ کې د توکو یا خدمتونو د پیرودلو لپاره کارول کیدی شي، د ملي اسعارو لکه د متحده ایالاتو د ډالر او مجازی اسعارو لکه بټکوین په شمول):
    • د ګټلو له تضمین سره.
    • په ضمني ډول اشاره کول یا اعتراف کول چې د یوې لوبې یا سیالۍ پایله یې له مخکې ټاکلې ده
    • له خلکو څخه د سیالۍ د پایلې په درغلۍ سره د ټاکلو غوښتنه کول، یا د سیالۍ یا لوبې د پایلې د ټاکلو د څرنګوالي په اړه د مرستې یا لارښوونو غوښتل
    • په غولوونکو یا پټو لارو د قمار خدمتونو ترویج (لکه د قمار له تبلیغاتي انځور/ویډیو سره د نامربوط متن یوځای کول)
  • هغه وړاندیزونه چې د پېژندل شویو غولوونکو قمار پلورونکو خدمتونه ترویجوي.
د ټولنیز کازینو هغه لوبې چې د قمار تقلید کوي او د حقیقي پیسو ګټلو فرصت پکې نشته، زموږ د محدودو توکو او خدمتونو د ټولنې معیار تر پوښښ لاندې راځي.
د منع شوي پانګونې منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د پانګونې د هغو فرصتونو وړاندیزونه چې پکې د پانګونې عواید تضمین شوي یا له خطره پاک وي.
  • د پانګونې د هغو فرصتونو وړاندیزونه چې پکې د پانګونې عواید یا جبران په جزوي یا بشپړ ډول په سکیم کې د ګډون لپاره د نورو کسانو په ګمارلو پورې تړلی وي.
  • د پانګونې د هغو فرصتونو وړاندیزونه چې د پخواني بریالي فعالیت یا عوایدو ادعا یا یادونه کوي، ترڅو په راتلونکي کې د ورته پایلو تمه رامنځته کړي.
  • د پانګونې د هغو فرصتونو وړاندیزونه چې د چټکو عوایدو ادعا کوي (لکه تر 24 ساعتونو په کمه موده کې).
  • د یوې ټاکلې اندازې پیسو د «cash flip»، «money flip» یا ورته اصطلاحاتو په څرګندې یادونې سره، د پیسو د اړولو، چل یا تګلارې له لارې په زیاتې اندازې پیسو د بدلولو وړاندیزونه.
د منع شوي خیریه منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د خیریه موخو لپاره د پیسو یا بسپنو درغلیزې غوښتنې.
د منع شوي رومانس منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د انلاین عاشقانه اړیکو د جوړولو درغلیزې هڅې چې پکې د غیر جنسي ملګرتیا یا اړیکې په لټه کې وي او په بدل کې پیسې یا د هغو معادل وړاندیز کوي یا یې غوښتنه کوي.
د برانډ یا مشهور شخصیت په نوم د راجلبولو منع شوې منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د برانډ په نوم د راجلبولو درغلۍ، چې پکې په دروغو د یوې پېژندل شوې سوداګرۍ یا ادارې د استازیتوب ادعا کول، یا د هغې په استازیتوب خبرې کول، او ورسره د غولوونکو تګلارو کارول شامل دي، ترڅو خلک له منځپانګې سره تعامل ته راجلب او د درغلۍ یا دوکې هڅه پرې وشي.
  • د مشهورو شخصیتونو په نوم د راجلبولو درغلۍ، چې پکې په دروغو د یوه مشهور شخصیت د نوم، څېرې یا انځورونو کارول، او ورسره د غولوونکو تګلارو کارول شامل دي، ترڅو خلک له منځپانګې سره تعامل ته راجلب او د درغلۍ یا دوکې هڅه پرې وشي.
د ژر شتمنېدو منع شوې منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د هغو فرصتونو وړاندیزونه چې د نامعلومې یا لږې هڅې په بدل کې د غیر واقعي مالي انعام ژمنه کوي.
منع شوې مادي، روحاني یا Illuminati منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • په یوې ټولنې، فرقې یا مذهبي ډلې (لکه د Illuminati ورورولۍ) کې د غړیتوب یا ورسره د یوځای کېدو په بدل کې د مادي انعامونو، لکه پیسو، د مالي ارزښت لرونکو توکو یا خدمتونو، په شمول د فزیکي، ډیجیټلي او مجازي اسعارو او فزیکي یا ډیجیټلي توکو او خدمتونو، وړاندیز کول.
  • د تور جادو، منترونو یا جادویي توکو (لکه منترونو، بختورو تعویذونو، تعویذونو، ټوکنونو، معجونونو، جادویي بټوې او داسې نورو) د کارولو په بدل کې د مادي انعامونو وړاندیز کول.
د ممنوعه بیمې منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د جعلي او په ډېره کمه بیه د بیمې وړاندیزونه چې د مخکیني فیس، لکه اداري فیس یا امانت، د ورکولو غوښتنه پکې کېږي.
  • د جعلي او په ډېره کمه بیه د بیمې وړاندیزونه چې د بیمې د دودیزو چمتو کوونکو په پرتله په بیمه کې د پام وړ سپما ژمنه پکې کېږي.
د منع شوي دندې منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د دندو هغه وړاندیزونه چې د کار ورکوونکي او د دندې د ځانګړنو په اړه هېڅ معلومات نه لري او یوازې د دندو خالي بستونو ته اشاره کوي.
  • له کوره د کار کولو هغه وړاندیزونه چې د دندې له عنوان څخه څرګندېږي چې کارکوونکی نه شي کولی له کوره کار وکړي.
  • د دندو هغه وړاندیزونه چې له مخکې څخه د معاش ژمنه پکې کېږي.
  • د تضمین شویو دندو وړاندیزونه.
  • د دندو هغه وړاندیزونه چې د دندې له ورکړې مخکې د مخکیني فیس غوښتنه پکې کېږي.
د ممنوع پور معافیت او د کریډیټ د ترمیم منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • په ټاکلې موده کې په یوه ځانګړې اندازه د پور د له منځه وړلو یا کمولو ژمنې.
  • د پورونو د راټولولو د ټولو هڅو یا قضیو د درولو ژمنې.
  • له کریډیټ راپورونو څخه د کریډیټ معلوماتو د لرې کولو یا د نوي «کریډیټ هویت» د جوړولو ژمنې.
د منع شوي ډالۍ ورکولو منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د حقیقي پیسو یا مصرفي توکو (لکه الکترونیکي وسایلو، موټرو یا ګاڼو) د تضمین شوي انعام جعلي وړاندیزونه، چې پکې له کاروونکي څخه د شخصي یا مالي معلوماتو له شریکولو پرته د بل هېڅ اقدام غوښتنه نه کېږي.
  • د حکومتي بسپنو یا پروګرامونو له لارې د پیسو جعلي وړاندیزونه.
د منع شوي پیشکي فیس منځپانګه
په دې کې شامل دي:
  • د مخکیني فیس، بانکي لېږد یا تادیې په بدل کې د پیسو ورکولو دروغجنه ژمنه کول.
له پورته مواردو سره سره، موږ هغه منځپانګه نه منع کوو چې درغلۍ یا نور منع شوي سوداګریز فعالیتونه غندي، د هغو په اړه پوهاوی لوړوي یا نورو ته معلومات ورکوي، په دې شرط چې حساس معلومات افشا نه کړي یا یې ترویج نه کړي.
د هغو اکاونټونو د لرې کولو سربېره چې زموږ د منع شوو سوداګریزو کړنو له پالیسۍ څخه سرغړونه کوي، زموږ اتومات سیسټمونه د چلند بېلابېلې نښې په پام کې نیسي، څو د ناغوښتل شوو اړیکو او د احتمالي درغلیو له فعالیتونو سره د مخ کېدو په پېژندلو او محدودولو کې مرسته وکړي.
  • موږ ښايي د بېلابېلو چلندونو د ترکیب پر بنسټ اکاونټونه غیر فعال کړو یا محصولاتو او ځانګړنو ته لاسرسی محدود کړو (د بېلګې په توګه، ځینو اکاونټونو ته د پیغام لېږلو وړتیا)، لکه هغو کسانو ته ناغوښتل شوي پیغامونه لېږل چې تاسو یې نه تعقیبوئ، په قصدي ډول د خپل موقعیت په اړه ناسم معلومات ورکول، یا د هغو ټولنو (د بېلګې په توګه، پاڼو) اډمین کېدل چې موږ له درغلیو سره د مبارزې له پالیسیو څخه د سرغړونې له امله لرې کړې دي.
د لاندې بيان شوي د ټولنې د معیارونو په موخه موږ د پلي کولو لپاره اضافي معلوماتو او/یا شرایطو ته اړتیا لرو:
موږ ممکن هغه منځپانګه لرې کړو چې:
  • هغه درغلۍ یا دوکې پکې شاملې وي چې د یوه باوري بنسټ له خوا راپور شوې وي.
  • خلک د غولوونکو تګلارو په کارولو سره په ډله‌ییزو قضیو کې ګډون ته راجلبوي، لکه د یوې حکومتي ادارې یا خبري رسنۍ په توګه ځان ښودل، یا له احساساتي پاروونکو یا مبالغه شویو ادعاوو څخه کار اخیستل.
  • هغه بنسټونه پکې شامل وي چې په منظمو درغلیو یا دوکه‌ییز چلند کې برخه اخلي یا د داسې فعالیت ادعا کوي، په شمول زموږ په خدمتونو کې د څو حسابونو په همغږې کارونې سره د درغلیزو فعالیتونو ترسره کول.
موږ هغې منځپانګې ته چې په بل ډول د دې پالیسۍ تر پوښښ لاندې راځي، اجازه ورکوو کله چې د غندنې، ښوونې، پوهاوي لوړولو یا خبري راپور ورکولو په چوکاټ کې خپره شي.
Policy Rationale
We aim to protect users and businesses from being deceived out of their money, property, or personal information. To do so, we prohibit content and behavior that employ prohibited commercial practices. This includes false job or government program offers, celebrity and brand bait, investment schemes (including guaranteed returns), debt relief and credit repair schemes, get-rich-quick and giveaway schemes, romance schemes, and charity schemes.
We allow people to raise awareness of, educate others about, and condemn scams and other prohibited commercial practices, provided they do not reveal sensitive information or promote them.
For policies related to Prohibited Documents and Financial Services, see the Restricted Goods and Services Community Standards.
Our enforcement isn’t perfect, and we may not detect all policy violations. To learn more about how to spot deceptive content and what you can do to help protect yourself, visit our Scam Protection Center.
Enforcement
We may take a range of enforcement actions, including but not limited to removing content and ads, reducing distribution, restricting advertising accounts, limiting features, requiring verification, or disabling accounts. These actions may result from our own proactive detection, or be informed by reports from trusted entities and user feedback (described below).
User Feedback
User feedback helps us identify commercial practices that create poor user experiences. We consider signals such as consistent patterns or disproportionate volumes of negative feedback, and we share relevant feedback with advertisers and sellers so they can improve their content and customer satisfaction. Where negative feedback persists despite warnings, we may take the actions above, up to restricting or disabling the responsible accounts or entities. This includes taking enforcement on practices such as:
  • Misleading or unreasonable pricing.
  • Non-delivery: failure to deliver purchased products or services after payment has been made.
  • Product misrepresentation: promoting products or services that materially differ from what was advertised, including significant discrepancies in quality or incorrect items.
  • Unauthorized charges: charging a customer’s payment method without prior authorization or clear disclosure.
  • Violation of return or refund policies: failure to honor stated refund or return policies.
  • Deceptive subscription practices: enrolling customers in recurring payment plans or subscription services without clear disclosure of terms.
  • Links that appear to lead to legitimate commercial sites but instead lead to scam sites.
We do not allow:
Content that uses deceptive tactics to mislead people or businesses for commercial or financial gain, including but not limited to:
Prohibited Loan Content
This includes:
  • Loan offers requiring the user to pay an upfront fee to obtain a loan.
  • Loan offers that guarantee approval without any mention of standard approval criteria, such as financial information from the borrower.
Prohibited Gambling Content
This includes:
  • Offers of real money gambling services (“Real money” is real-world currency that can be used to buy goods or services in the real world, including national currencies such as U.S. Dollars and virtual currencies such as Bitcoin):
    • with a guarantee of winning.
    • implying or admitting to have rigged the outcome of a game or match
    • soliciting people to enable match fixing or looking for help or tips on how to fix a match or game
    • promoting gambling services in deceptive or obfuscated ways (such as unrelated text paired with a gambling promo image/video)
  • Offers that promote services from known deceptive gambling vendors.
Social casino games that simulate gambling with no opportunity to win real money are covered by our Community Standard for Restricted Goods and Services.
Prohibited Investment Content
This includes:
  • Offers of investment opportunities where returns on investment are guaranteed or risk-free.
  • Offers of investment opportunities where returns on investment or compensation is partly or fully based on recruitment of others to participate in the scheme.
  • Offers of investment opportunities claiming or referencing successful past performance or returns to create an expectation of similar future results.
  • Offers of investment opportunities that claim quick returns (such as under 24 hours).
  • Offers to turn a certain sum of money into a larger one through flipping or trick or strategy involving explicit mentions of “cash flip,” "money flip,” or similar terminology.
Prohibited Charity Content
This includes:
  • Fraudulent requests for money or donations for charitable causes.
Prohibited Romance Content
This includes:
  • Fraudulent attempts to establish online romantic relationships by seeking non-sexual companionship or relationship and offering or asking for money or its equivalent in exchange.
Prohibited Brand or Celebrity-Bait Content
This includes:
  • Brand-bait scams, which involve falsely claiming to represent, or speak in the voice of, an established business or entity, together with misleading tactics to bait people into engaging with the content in an attempt to scam or defraud.
  • Celebrity-bait scams, which involve falsely using the name, likeness, or imagery of a public figure, together with misleading tactics to bait people into engaging with the content in an attempt to scam or defraud.
Prohibited Get Rich Quick Content
This includes:
  • Offers of opportunities of unrealistic financial reward for unclear or minimal effort.
Prohibited Tangible, Spiritual or Illuminati Content
This includes:
  • Offers tangible rewards, such as money, goods, or services that have a monetary value including physical, digital and virtual currencies, and physical or digital goods and services for membership in or joining an association, cult, religious sect (for example, the Illuminati brotherhood).
  • Offers tangible rewards for using black magic or spells or magical items (for example, spells, lucky charms, amulets, tokens, potions, magic wallet, etc.).
Prohibited Insurance Content
This includes:
  • Offers of false, heavily discounted insurance with requests for an up-front fee, such as an administration fee or deposit.
  • Offers of false, heavily discounted insurance with promises of significant savings on insurance compared to conventional insurance providers.
Prohibited Job Content
This includes:
  • Offers of jobs containing no information about the employer and job specifications, simply referencing job vacancies.
  • Offers of work from home but the job title implies the employee cannot WFH.
  • Offers of jobs with advance promises of salary.
  • Offers of guaranteed jobs.
  • Offers of jobs with a demand for an advance fee before the job is granted.
Prohibited Debt Relief and Credit Repair Content
This includes:
  • Promises to eliminate or reduce debt by a particular amount in a set period of time.
  • Promises to stop all debt collections or lawsuits.
  • Promises to remove credit information from credit reports or create new "credit identity."
Prohibited Giveaway Content
This includes:
  • False offers of a guaranteed reward of real money or consumer goods (such as electronics, vehicles, or jewelry) without any action required by the user beyond sharing personal or financial information.
  • False offers of money from government grants or programs.
Prohibited Advance Fee Content
This includes:
  • Falsely promises money in exchange for an up-front fee/wire transfer/payment.
Notwithstanding the above, we do not prohibit content that condemns, raises awareness of, or educates others about scams or other prohibited commercial practices, without either revealing sensitive information or promoting them.
In addition to removing accounts that violate our Prohibited Commercial Practices policy, our automated systems consider a range of behavioral signals to help identify and limit unwanted contact and exposure to potential scam activity.
  • We may disable accounts or restrict access to products and features (e.g. the ability to message certain accounts) based on a combination of behaviors such as sending unsolicited messages to people who you do not follow, deliberately misrepresenting your location, or being an admin of communities (e.g. Pages) we have removed for violating our scam policies.
For the following Community Standards, we require additional information and/or context to enforce:
We may remove content that:
  • Involves frauds or scams that have been reported by a trusted entity.
  • Recruits people to participate in class action lawsuits using deceptive tactics, such as impersonating a government entity or news outlet, or using sensationalist or exaggerated claims.
  • Involves entities participating in or claiming to engage in organized fraud or scam behavior, including the use of multiple accounts on our services in concert to perpetrate fraudulent behaviors.
We allow content that is otherwise covered by this policy when posted in condemnation, educational, awareness raising, or news reporting contexts.