خطرناک سازمانونه او افراد
د پالیسي معلومات
لاګ بدل کړئ
نن
۲۰۲۶ مارچ ۱۹
۲۰۲۴ فبروري ۸
۲۰۲۳ دسمبر ۲۹
۲۰۲۳ اګست ۲۹
۲۰۲۳ اپرېل ۲۷
۲۰۲۱ دسمبر ۲۳
۲۰۲۱ نومبر ۲۴
۲۰۲۱ اکتوبر ۱۵
۲۰۲۱ اګست ۲۶
۲۰۲۱ جون ۲۳
۲۰۲۰ اکتوبر ۲۲
۲۰۲۰ اګست ۲۷
۲۰۲۰ فبروري ۲۷
۲۰۱۹ اکتوبر ۱۰
۲۰۱۹ ستمبر ۲۷
۲۰۱۸ دسمبر ۲۸
د پالیسۍ منطق
د حقيقي نړۍ د زیان د مخنیوي په هڅه کې موږ هغو سازمانونو یا اشخاصو ته اجازه نه ورکوو چې د تاوتریخوالي څخه ډک ماموریت اعلانوي یا زموږ په پیلټ فارم کې د شتون په موخه په تاوتریخوالي کې ښکیل کیږي. موږ په انلاین او افلاین دواړو برخو کې د دغو بنسټونو د دوی د چلند پر بنسټ ارزونه کوو چې په هغه کې تر ټولو مهمې د تاوتریخوالي سره د دوی اړیکې دي. د دې پالیسۍ پر اساس موږ افراد، سازمانونه او د خلکو شبکې ټاکو. دغه نومونه په دوو مرحلو ویشل شوې، کومه چې د منځپانګې د پلي کولو کچه په ګوته کوي. کټهګوري 1 چې د خورا پراخه پلي کیدلو لامل ګرځي او دلیل یې دا دی چې موږ باور لرو چې دا بنسټونه له آفلاین زیان سره خورا مستقیمې اړیکې لري.
کټهګوري 1 پر هغو بنسټونو تمرکز کوي چې په جدي افلاین زیانونو کې ښکیل دي - پدې کې د ملکي خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي تنظیمول یا د هغې ملاتړ کول، په مکرر ډول غیر انساني چلند ترسره کول یا د خوندي ځانګړتیاو پربنسټ د خلکو پروړاندې د زیان رسولو ملاتړ کول یا په سیستماتیکو جرمي عملیاتو کې ښکیلتیا شامله ده. په کټهګوري 1 کې کرکه خورونکي سازمانونه، جرمي سازمانونه د هغو سازمانونو په شمول چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا په ځانګړي ډول د مخدره توکو قاچاقبران (SDNTKs) نومول شوي؛ او ترهګریز سازمانونه د هغو بنسټونو او اشخاصو په شمول چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا د بهرنیو تروریستي سازمانونو (FTOs) په توګه پيژندل شوي یا په ځانګړي توګه د نړیوال تروریست (SDGTs) په توګه نومول شوي دي. موږد کټهګوري 1 د ادارو، د دوی مشرانو، بنسټ ایښودونکو یا مشهورو غړو ستاینه، ملاتړ او استازیتوب او همدارنګه دوی ته ناڅرګند ریفرینسونه لرې کوو.
برسېره پر دې، موږ هغو منځپانګو ته اجازه نه ورکوو چې د هغو پېښو ستاينه او يا يې نمايندګي کوي، کوم چې میټا د سرغړونکي تاوتريخوالي د پېښو په توګه معرفي کوي. په دې کې تروريستي بريدونه، د کرکې پېښې، د څو قربانيانو تاوتريخوالي يا د ګڼو قربانيانو د تاوتريخوالي هڅه، ځنځیري قتلونه، يا له کرکې څخه ډک جرمونه شامل دي. او نه موږ اجازه ورکوو چې (1) د داسې بریدونو مرتکبین تعریف، ملاتړ، یا یې استازیتوب وکړو؛ (2) د داسې بریدونو په اړه د مرتکبینو له لوري رامنځته شوې منځپانګه یا (3) د دریمې ډلې هغه انځورونه چې په ښکاره پر قربانیانو باندې د ورته بریدونو شیبې انځوروي. همدارنګه موږ هغه منځپانګه هم لرې کوو چې د هغو ایډیالوژیو ستاینه، ملاتړ یا استازیتوب کوي چې نفرت ته وده ورکوي، لکه نازیزم او د سپین پوستو غوره والی. موږ د دې ټاکل شوو پېښو یا ایډیالوژیو لپاره ناڅرګند ریفرینسونه لرې کوو.
کټهګوري 2 کې هغه غیر دولتي فعالین شامل دي چې په وسله واله جګړه کې د دولت یا نظامي لوبغاړو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې ښکیل دي، خو په قصدي توګه ملکي وګړي نه په نښه کوي. په دې کې د تاوتریخوالی هغه هڅوونکې ادارې هم شاملې دي چې د راتلونکي تاوتریخوالي د چمتو کولو یا ملاتړ کولو کې بوخت دي، خو تر دې دمه په تاوتریخوالي کې ښکیل نه دي. دا هغه ادارې هم دي چې ممکن په مکرر ډول زموږ د کرکې وړ چلند یا خطرناکو سازمانونو او اشخاصو پالیسیو څخه په پلیټ فارم کې یا له هغې بهر سرغړونه وکړي. موږ د دې د دې بنسټونو، د دوی د مشرانو، بنسټ ایښودونکو یا مشهورو غړو ستایل، مادي ملاتړ او استازیتوب لرې کوو.
موږ دا درک کوو چې کاروونکي ممکن هغه منځپانګه شریکه کړي چې په کې د ټولنیز او سیاسي خبرو په شرایطو کې د ټاکل شوو خطرناکو سازمانونو او اشخاصو ته ریفرینسونه يا اشارې شامل وي. په دې کې د خطرناکو سازمانونو او اشخاصو یا د دوی د فعالیتونو په اړه د منځپانګو راپور کول، بې طرفه بحث کول یا غندل شامل دي.
د خبرونو په راپور ورکولو کې هغه معلومات شامل دي چې د سیمه ایزو او نړیوالو پېښو په اړه د هغه پوهاوي د لوړولو لپاره شریک شوي چې په کې ټاکل شوي خطرناک سازمانونه او اشخاص دخیل دي.
- د مثال په توګه "بیړنی خبر: الشباب په سومالیا کې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی"
- د بېلګې په توګه " مهال ویش او د متخصیصینو تحلیل: د بفیلو په سوپر مارکیټ کې ډزې څنګه راڅرګندې شوې او مجرم په محکمه کې څه وویل"
په بې طرفه بحث کې حقیقي بیانونه، تبصرې، پوښتنې او نور هغه معلومات شامل دي چې د ټاکل شوي خطرناک سازمان یا فرد او د دوی د چلند په اړه مثبت قضاوت نه څرګندوي.
- د بېلګې په توګه "القاعده د مشرتابه او مالي کمښت له امله د داعش په پرتله لږ ګواښونکی دی"
- د مثال په توګه "انډرس بریویک هغه بیلګه ده چې د افراطیت پروسه څومره پیچلې کیدی شي"
په غندنه کې د یوه ټاکل شوي خطرناک سازمان یا فرد او د هغوی د چلند په اړه ناخوښي، کرکه، ردول، نیوکه، ملنډې وهل او نورې منفي څرګندونې شاملې دي.
- د بېلګې په توګه "زه د سلواډور راموس د جرم څخه کرکه احساسوم." د قاضي خبرې زما په زړه کې انګازه کوي. هغه باید د محکمې لخوا هیڅ رحم ترلاسه نه کړي
- د بېلګې په توګه "د هټلر جنایتونه به هیڅکله هیر نشي. دا د تاریخ تر ټولو تورې شېبې وې"
زموږ پالیسي داسې ډیزاین شوې، ترڅو د دې ډول بحثونو لپاره فضا رامنځته کړي، په داسې حال کې چې زموږ پالیسي په ورته وخت کې د احتمالي آفلاین زیان خطرونه محدودوي. په دې توګه موږ له خلکو څخه غواړو چې د دا ډول منځپانګې د رامنځته کولو یا شریکولو په وخت کې خپله اراده په څرګنده توګه په ډاګه کړي. که چېرې د کارونکي اراده مبهمه یا ناڅرګنده وي، نو موږ د منځپانګې د لرې کولو لپاره ډیفالټ کاروو.
د بشري حقونو د نړیوال قانون سره سم زموږ پالیسي د ټاکل شوو اشخاصو یا د خطرناکو سازمانونو د غړو د بشري حقونو په اړه له بحثونو پرته له دې اجازه ورکوي، چې په منځپانګه کې نوره ستاینه، ملاتړ یا د ټاکل شوو بنسټونو استازیتوب یا له پالیسۍ څخه نورې سرغړونې لکه هڅونه او تاوتریخوالی شامل وي.
مهرباني وکړئ زموږ د شرکتي بشري حقونو پالیسي وګورئ ترڅو په نړیواله کچه پیژندل شوو بشري حقونو ته زموږ د ژمنتیا په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
موږ یې لرې کوو:
موږ د بېلابېلو خطرناکو سازمانونو او اشخاصو ستاینه، ملاتړ او استازیتوب لرې کوو. دا مفاهیم پر سازمانونو، د دوی پر فعالیتونو او غړو پلي کیږي. دا مفاهیم د ځانګړو سیاسي پایلو لپاره سوله ییز حمایت او ملاتړ نه منع کوي.
ستاینه د لاندې مواردو څخه د یو مورد په توګه تعریف شوې ده:
- د یو ټاکل شوي ارګان د تاوتریخوالی یا کرکې وړ عملونو مشروعیت یا دفاع کول د دې ادعا له لارې چې دا عملونه اخلاقي، سیاسي، منطقي یا نوره توجیې لري چې د منلو وړ یا معقوله وي.
- د مثال په توګه "هټلر هیڅ غلط کار نه دی ترسره کړی."
- د یوې لاسته راوړنې په توګه د ټاکل شوي ادارې د تاوتریخوالی یا کرکې مشخص کول یا لمانځل؛
- د مثال په توګه "حزب المجاهدین د یوه ازاد او خپلواک کشمیر لپاره جګړه ګټي"
- د غړیتوب یو هیله لرونکی بیان یا هغه بیان چې تاسو غواړئ یوه ټاکل شوی اداره یا د د سرغړونې د تاوتریخوالی مرتکب شئ.
- د مثال په توګه "هیله لرم چې له داعش (ISIS) سره یو ځای شم او د خلافت برخه شم"
موږ د 1 او کټهګوري 2 د بنسټونو او ادارو ستایل او همدارنګه ټاکل شوې پیښې لرې کوو.
د کټهګوري 1 او ټاکل شوو پیښو لپاره موږ ممکن ناڅرګند یا بې اساسه ریفرینس هم په هغه صورت کې لرې کړو چې که چیرې د کارونکي اراده په روښانه ډول نه وي ښودل شوې. په دې کې ناڅرګند طنز، بې سرلیکنه یا مثبت ریفرینس شامل دی چې د ټاکل شوي بنسټ تاوتریخوالی یا کرکې ستاینه نه کوي.
ملاتړ د لاندې مواردو څخه د یو مورد په توګه تعریف شوی دی:
- مادي ملاتړ
- هر هغه عمل چې د ټاکل شوي بنسټ مالي حالت ته وده ورکوي، د ټاکل شوي بنسټ پر لور یا له هغه څخه لرې د پیسو د لیږدولو په شمول،
- د مثال په توګه "KKK ته مالي مرسته ورکړئ!"
- هر هغه عمل چې ټاکل شوې ادارې یا پیښې ته مادي مرستې چمتو کوي؛
- د مثال په توګه "که چېرې تاسو وغواړئ چې د سینالووا کارټیل ته د پاملرنې کڅوړې واستوئ، نو دا پته وکاروئ:"
- د ټاکل شوې بنسټ یا پیښې په استازیتوب استخدامول؛
- د مثال په توګه "که چېرې تاسو وغواړئ چې د خلافت لپاره جګړه وکړئ، نو له ما سره مستیقیمه اړیکه ونیسئ"
- نور ملاتړ
- د یو ټاکل شوي بنسټ یا پیښې پر استازیتوب د رسمي اړیکو په شمول د معلوماتو یا سرچینو رهنمایي کول
- د مثال په توګه په مستقیم ډول یو ټاکل شوي بنسټ ته مراجعه کول، پرته له کوم داسې سرلیک څخه چې هغه غندي، پرې بې طرفه بحث کوي یا د یو خبر د راپور ورکولو برخه وي.
- د ټاکل شوي بنسټ یا پیښې پر استازیتوب د عمل ترسره کولو لپاره غږ پورته کول؛
- د مثال په توګه "د اتوموافین څانګې سره اړیکه ونیسئ - (XXX) XXX-XXXX"
موږ د کټهګوري 1 ټول ملاتړ او د کټهګوري 2 مادي ملاتړ لرې کوو.
استازیتوب د لاندې مواردو څخه د یو په توګه تعریف شوی دی:
- دا په ګوته کول چې تاسو د ټاکل شوي ادارې غړی یاست، یا خپله یوه ټاکل شوې اداره یاست؛
- د مثال په توګه، "زه د KKK لوی ډرېګن یم."
- د یوې پاڼې، پروفایل، پیښې، ګروپ، یا د فیسبوک د داسې نورو بنسټونو رامنځته کول چې یا د ټاکل شوې ادارې ملکیت وي او یا یې د دوی پر استازیتوب پرمخ بوځي او یا هم د ټاکل شوې پیښې په توګه وي.
- د مثال په توګه د "امریکایي نازي ګوند" په نوم یوه پاڼه.
موږ د 1 او کټهګوري 2 د ټاکل شوو سازمانونو او ټاکل شوو پیښو استازیتوب لرې کوو.
د خطرناکو سازمانونو ډولونه او سطحې
کټهګوري 1: ترهګري، منظم کرکه خپرونه، پراخې کچې جنایي فعالیتونه، د څو قربانیانو پر ضد د تاوتریخوالي هڅه، د څو قربانیانو تاوتریخوالي، لړۍوارې وژنې، او د تاوتریخوالي پېښو سرغړونه
موږ هغو اشخاصو یا سازمانونو ته اجازه نه ورکوو چې په پلان شوو جرمونو کې ښکیل وي. د هغو ادارو چې د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د نشه یي توکو د قاچاقبرو ډلې (SDNTKs) په توګه بلل شوي وي؛ هغو کرکه خورونکو یا تروریستي ادارو او هغو ادارو په شمول چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا د بهرنیو تروریستي سازمانونو (FTOs) یا په ځانګړي توګه د نومول شوي نړیوال ترهګر (SDGTs) په توګه بلل شوي دي. موږ دوی ته اجازه نه ورکو چې په دې پلیټ فارم کې شتون ولري. موږ نورو خلکو ته هم د دې اجازه نه ورکوو چې د دې بنسټونو استازیتوب وکړي. موږ د دې سازمانونو مشرانو یا د هغوی هغو مشهور غړو ته اجازه نه ورکوو، ترڅو په پلیټ فارم کې شتون ولري، دا اجازه نه ورکوو چې هغه سمبولونه چې د دوی استازیتوب کوي، په پلیټ فارم کې وکارول شي، یا هغه منځپانګه وکارول شي چې د دوی یا د دوی د عملونو ستاینه کوي، دوی ته د ناڅرګندو ریفرینسونو په ګډون. سربیره پردې موږ د دې اشخاصو او سازمانونو لپاره هر ډول ملاتړ لرې کوو.
موږ هغې منځپانګې ته اجازه نه ورکوو چې د هغه څه ستاینه کوي، ملاتړ کوي یا يې استازیتوب کوي چې میټا يې د تروریستي بریدونو، کرکجنو پیښو، د ګڼو قربانیانو پر وړاندې تاوتریخوالي یا د ګڼو قربانیانو پروړاندې د تاوتریخوالي هڅې، ځنځیري وژنو، د کرکې جرمونو یا د تاوتریخوالي پېښې ګڼي. او نه هم موږ (1) هغه منځپانګې ته اجازه ورکوو چې د دې ډول بریدونو مرتکبین تعریفوي، ملاتړ کوي یا يې استازیتوب کوي؛ (2) د داسې بریدونو په اړه د مرتکبینو له لوري رامنځته شوې منځپانګه یا (3) د دریمې ډلې هغه انځورول چې په ښکاره پر قربانیانو باندې د ورته بریدونو شیبې انځوروي.
همدارنګه موږ د ټاکل شوو نفرت لرونکو ایډیالوژیو ستاینه، ملاتړ یا استازیتوب ته اجازه نه ورکوو، همدارنګه دوی ته د ناڅرګند ریفرینس اجازه هم نه ورکوو.
ترهګریز سازمانونه او افراد د هغه غیر دولتي فعال په توګه تعریف شوي دي چې:
- د تاوتریخوالي پرهدفي او پلان شوو کړنو کې لاس ولري، ملاتړ یې کوي، یا د پام وړ همکاري ورسره کوي،
- هغه چې د ملکي وګړو د مړینې، ټپي کیدلو یا جدي زیانمنېدلو لامل کیږي، یا هغه بل کس چې د وسله والې جګړې پر حالت په دښمنۍ کې مستقیمه برخه نه اخلي او/یا ملکي خلکو ته د مړینې، جدي ټپي کیدلو یا جدي زیانمنېدلو سره تړلې ملکیت ته د پام وړ زیان رسوي.
- پر ملکي وګړو، حکومت، یا نړیوال سازمان د جبري موخې، ډارولو او/یا پرې د نفوذ درلودلو له ارادې سره
- د سیاسي، مذهبي یا ایډیالوژیکي موخې د ترلاسه کولو لپاره.
نفرت خورونکی بنسټ د هغه سازمان یا فرد په توګه تعریف شوی چې د خپلو خوندي ځانګړتیاو پراساس د نورو پر وړاندې کرکه خپروي او هڅوي. د بنسټ فعالیتونه لږترلږه د لاندې ځینې چلندونو لخوا مشخص شوي دي:
- تاوتریخوالی، ګواښونکي بیانونه، یا د ځورونې هغه خطرناک ډولونه چې خلک د دوی د خوندي ځانګړتیاو پر بنسټ په نښه کوي؛
- تکرارولد کرکې وینا;
- د کرکجنو ایډیالوژیو یا نورو ټاکل شوو نفرت خورونکو بنسټونو استازیتوب کوي او/یا
- د نورو ټاکل شوو نفرت لرونکي بنسټونو یا نفرت خورونکو ایډیالوژیو ستاینه یا ملاتړ وکړي.
جنایي سازمانونه د دریو یا ډیرو خلکو د یوې اتحادیې په توګه تعریف شوي دي چې:
- تر یو نوم، رنګ، لاسي اشارې یا تر پیژندل شوي شاخص لاندې سره متحد وي او
- په جرمي فعالیتونو لکه وژنو، د نشه یي توکو په قاچاق، یا تښتونو کې ښکیل وي یا د هغې ګواښ کوي.
د څوګونو-قربانیانو تاوتریخوالی او ځنځیري وژنې
- موږ هغه وخت یوه پیښه د ګڼو قربانیانو د تاوتریخوالي یا د ګڼو قربانیانو د تاوتریخوالي هڅه بولو، کله چې په یوه پیښه کې د دریو یا له هغه څخه ډیر تلفات شتون ولري او د مړینو یا جدي ټپیانو په توګه تعریف شوي دي. ټول هغه کسان چې دا ډول برید یې ترسره کړی وي د مرتکب یا د ګڼو قربانیانو د تاوتریخوالي مرتکب بلل کیږي.
- موږ ټول هغه کسان چې په ډیرو پیښو یا ځایونو کې یې دوه یا له هغه ډېر قتلونه ترسره کړي وي ځنځیري قاتل ګڼو.
کرکجنې ایډيالوژۍ
- په داسې حال کې چې زموږ د سازمانونو او اشخاصو ټاکل پر چلند تمرکز کوي، د دې ترڅنګ موږ پر دې هم پوهیږو چې ځینې داسې ایډیالوژۍ او باورونه شتون لري، کوم چې په طبیعي توګه له تاوتریخوالي سره تړلي دي او هڅه کوي چې د خلکو د تاوتریخوالی یا د دوی د خوندي شوو ځانګړتیاو پربنسټ د نورو کسانو د ایستلو غوښتنې تنظیم کړي. په دې قضیو کې موږ په خپله ایډیالوژي مطرح کوو او هغه محتوا له منځه وړو چې زموږ له پلیټ فارم څخه د دې نظریې ملاتړ کوي. په دې ایډیالوژیو کې لاندې موارد شامل دي:
- نازیزم
- د سپین پوستو برتري
- د سپین پوستو نشنلیزم
- د سپین پوستو غوره والي
- موږ د دې ایډیالوژیو ښکاره ستاینه، ملاتړ او استازیتوب له منځه وړو او هغه اشخاص او سازمانونه لرې کوو چې د داسې کرکجنو ایډیالوژیو څخه یوې یا ډیرو ته منسوب وي.
دویمه درجه (Tier 2): تاوتریخجن غیر دولتي عاملین او تاوتریخوالي ته هڅوونکي بنسټونه
هغه سازمانونه او اشخاص چې د میټا لخوا د تاوتریخوالي د غیر دولتي تمثیل کونکو یا د تاوتریخوالي د هڅوونکې ادارې په توګه نومول شوي دي، اجازه نه لري چې زموږ په پلټفارمونو کې شتون ولري یا د دوی پر استازیتوب نور کسان شتون ولري. دا چې دا ټولنې په فعاله توګه په تاوتریخوالی کې ښکیل دي، د دولت یا د نظامي فعالینو پر وړاندې په وسله والو شخړو کې (تاوتریخوالی غیر دولتي فعالین) یا د راتلونکي تاوتریخوالي (تاوتریخوالی هڅوونکي ادارې) لپاره شرایط چمتو کوي یا یې ملاتړ کوي، نو د دې ادارو مادي ملاتړ ته اجازه نه ورکول کیږي. موږ به د دې بنسټونو ستاینه هم لرې کړو.
د تاوتریخوالي غیر دولتي فعالین د هر هغه غیر دولتي فعال په توګه تعریف شوي دي چې:
- د لوړ شدت تاوتریخوالی د هغو هدفي او پلان شوو عملونو په نمونه کې ښکیل دي چې هغه حکومت، اردو یا نورې وسله والې ډلې په نښه کوي چې د وسله والې جګړې په حالت کې په دښمنیو کې مستقیم برخه اخلي او په قصدي او ښکاره توګه ملکي وګړي نه په نښه کوي چې د لوړ شدت تاوتریخوالی لري؛ او/یا
- کلیدي زیربناوو یا طبیعي زیرمو ته ټولنې له لاسرسي څخه محروموي؛ او/یا
- د بریدونو په هغه نمونه کې ښکیل دي چې هدف یې هغه زیربنا ته د پام وړ زیان رسول دي چې د مرګ، جدي ټپي کیدو یا ملکي خلکو ته له جدي زیان سره تړاو نه لري.
د تاوتریخوالی هڅوونکې بنسټونه په لاندې ډول تعریف شوي دي:
د تاوتریخوالی هڅوونکی بنست (عمومی) یو هغه غیر دولتی لوبغاړی دی چې:
- د خپل اعلان شوي هدف یا ټاکل شوې دندې په توګه دا لري چې د تاوتریخوالي له لارې د حکومت له اجازې پرته د حکومتي پلي کوونکي دنده (لکه پولیس، پوځ، یا کډوالۍ) د حکومت پر ځای یا د حکومت ترڅنګ ترسره کړي؛ یا د تاوتریخوالي له لارې د حکومت د پلي کوونکي دندې ګډوډ کړي؛
- د دې اعلان شوي هدف د ترلاسه کولو په لور یې د Meta په پلاتفورمونو کې یو مهم ګام اخیستی وي؛ او
- په څو مواردو کې یې د لوړ شدت تاوتریخوالي ګواښ کړی یا یې پارولی وي (آنلاین یا آفلاین)؛
د نفرت لامله منع شوی بنسټ هغه غیر دولتی لوبغاړی دی چې:
- په مکرر ډول د کرکې څخه ډک چلند یا بیاناتو کې ښکیل دي، خو د کټهګوري 1 ادارې کچې ته ځکه نه لوړیږي چې دوی په ښکاره ډول د تاوتریخوالي لپاره نه دي ښکیل شوي یا په ښکاره توګه د تاوتریخوالي ملاتړ نه کوي. دوی د مخکینیو ټاکل شویو سازمانونو یا ارقامو سره کافي اړیکې نه لري.
د لاندې بيان شوې ټولنېز معیارونو د پلي کولو لپاره موږ اضافي معلوماتو او/یا شرایطو ته اړتیا لرو:
- په ځینو مواردو کې به موږ هغو منځپانګو ته اجازه ورکړو چې ممکن پر یو بل ډول د ټولنې له معیارونو څخه سرغړونه کوي، البته هغه وخت چې دا معلومه شي، چې منځپانګه طنزیه بڼه لري. منځپانګې ته به یوازې هغه وخت اجازه ورکړل شي، کله چې د محتوياتو سرغړونکي عناصر طنزي توکو یا یو بل شي یا بل چا ته منسوب شي، ترڅو دوی مسخره یا پرې نیوکه وکړي.
د کارونکي تجربې
په فېسبوک د خلکو لپاره د پلي کولو د ښکاره کېدلو د څرنګوالي په اړه ځینې مثالونه وګورئ، لکه: د هغه څه راپور ورکول تاسو ته څه ډول ښکاريږي، چې تاسو فکر نه کوئ چې باید په فېسبوک کې وي، تاسو ته ویل کیږي چې تاسو زموږ د ټولنې له معیارونو څخه سرغړونه کړې او د یوې ځانګړې منځپانګې د خبرتیا د سکرین مشاهده وکړئ.
یادونه:موږ تل د پرمختګ په حال کې یو، پس هغه څه چې تاسو يې دلته ګورئ ممکن د هغه څه په پرتله چې موږ یې اوس کاروو یو څه زاړه وي.
د کارونکي تجربه
راپور ورکول
د کارونکي تجربه
له راپور وروسته اړیکه
د کارونکي تجربه
د لېرې کولو تجربه
د کارونکي تجربه
د خبرتیا سکرینونه
ډاټا
د ټولنې د معیارونو د پلي کولو وروستي راپور وګورئ
پلي کول
موږ په ټوله نړۍ کې په فېسبوک کې د ټولو کسانو لپاره ورته پالیسۍ لرو.
د بياکتنې ټیمونه
زموږ له 15,000 څخه د زیاتو بیاکتونکو نړیوال ټیم هره ورځ کار کوي، ترڅو خلک په فېسبوک کې خوندي وساتي.
د ونډه لرونکو ښکیلتیا
بیروني کارپوهان، اکاډمیک کسان، غېردولتي موسسې او پالیسي جوړونکي د فېسبوک د ټولنې د معیارونو په اړه په خبرولو کې مرسته کوي.
د خطرناکو اشخاصو او سازمانونو په برخه کې مرسته ترلاسه کړئ
دا زده کړئ چې که تاسو په فېسبوک کې داسې څه وګورئ چې زموږ د ټولنې له معیارونو سره په ټکر کې وي، نو هغه وخت تاسو څه کولی شئ.
زموږ د مرستې له مرکز څخه لیدنه وکړئ