د پالیسۍ منطق
موږ پوهیږو چې زموږ د کاروونکو په خوندیتوب کې د دوی شخصي معلوماتو، حسابونو، پروفایلونو او د میټا د نورو هغو ادارو امنیت شامل دی چې دوی یې اداره کولی شي او همدارنګه زموږ د محصولاتو او خدمتونو پراخه کچه. د حساسو شخصي معلوماتو د راټولولو هڅې یا د غولولو یا یرغلیزو میتودونو له لارې په غیر مجاز لاسرسۍ کې ښکیلتیا هغې مستندې، خلاصي او خوندي فضا ته زیان رسوي چې موږ ورته وده ورکول غواړو.
موږ اجازه نه ورکوو:
د غیر مجازو وسیلو له لارې حسابونو ته د ګواښ یا لاسرسي هڅې معنا لري، د لاندې مواردو په شمول:
د نورو خلکو حسابونو، پروفایلونو یا د Meta نورو ادارو ته د فریب د وسیلو له لارې یا د حساب، پروفایل یا د ادارې له مالک څخه د واضح اجازې پرته لاسرسی کول.
د بل کارونکي د لاګ ان کېدو د معلوماتو، شخصي معلوماتو یا د نورو حساسو معلوماتو ترلاسه کول، رسېدل یا یې غوښتنه کول، د غیرقانوني لاسرسي په موخه، په شمول د لاندې تاکتیکونو له لارې:
فشینګ، د مخابراتو یا ویب سایټونو د رامنځته کولو د هغه عمل په توګه تعریف شوی چې د ډیرو باوري یا معتبرږ مخابراتو یا ویب پاڼو په څیر ښکارېدو په موخه ډیزاین شوي وي چې هدف يې په فريب سره د نورو کارونکو حساس معلومات ترلاسه کول وي.
ټولنیز انجینري، لکه د عام حساب یا پاسورډ د بیرته ترلاسه کولو پوښتنو ته د ځوابونو د راټولولو یا ترلاسه کولو لپاره تکراري یا دوامداره هڅې.
مالویر، ګری ویئر، سپایویر یا نور ناوړه کوډ، لکه څنګه چې لاندې تشریح شوي.
د ناوړه یا زیان رسونکي کوډ د شریکولو، پراختیا، کوربه کولو یا ویشلو هڅې، په شمول د لاندې مواردو:
د کاروونکو هڅول یا دوکه کول چې فایلونه، ايپليکيشنز يا پروګرامونه ډاونلوډ کړي يا يې وچلوي، چې د کارونکي آنلاین یا د ډاټا امنيت له ګواښ سره مخ کوي، د لاندې مواردو په شمول، مګر یوازې تر دې پورې محدود نه دي:
مالویر، د کوډ یا هغه سافټویر په توګه تعریف شوی چې سیسټمونو ته د غیر مجاز لاسرسي یا د زیان رسولو لپاره ډیزاین شوی. په دې کې هغه پروګرامونه شامل دي چې د کمپیوټر سیسټمونو ته د زیان رسولو لپاره ډیزاین شوي، په تېره بیا هغه سافټویر چې د قربانیانو څخه د پیسو د ایستلو لپاره ډیزاین شوي، لکه ransomware.
سپایویر، د کوډ یا هغه سافټویر په توګه تعریف شوی چې د کاروونکو معلومات راټولوي او د کارونکي د خبرتیا له رضایت پرته دریمې ډلې ته يې لیږي یا دا چې ډاټا د غیرقانوني موخو لپاره کاروي (د بیلګې په توګه، سیکسټورشن، بلیک میل، سیسټمونو ته غیرقانوني لاسرسی).
ګری ویر، د کوډ یا هغه سافټویر په توګه تعریف شوی چې د هارډویر یا سافټویر له کارولو څخه مخنیوی کوي او ممکن د کمپیوټر سیسټم یا له شبکې څخه لرې کول يې ستونزمن وي.
په پلیټ فارم یا له هغه څخه بهر د براوزر توسیع او د ګرځنده غوښتنلیکونو په شمول د داسې ناوړه سافټویر رامنځته کول، شریکول یا د هغه کوربه توب کول، چې زموږ کاروونکي یا محصولات او خدمتونه په خطر کې اچوي .
ګواښ کول، منل، یا د هېک کولو اسانتیا برابرول – پدې کې هغه سافټویر، کورسونه، یا محصولات شریکول یا اعلانول شامل دي چې خلک هڅوي یا وړتیا ورکوي څو د امنیتي سیستمونو څخه تېری وکړي، په شمول د داسې سافټویر چې د سافټویر یا حسابونو هېک کولو ته هڅونه کوي.
د آنلاین زیربنا چمتو کول، د ویب د کوربه توب د خدمتونو، د ډومین د نوم د سیسټم سرورونو او د اعلاناتو هغه شبکو پشمول چې ناوړه ګټه اخیستونکي لینکونه توانوي لکه هغه چې زموږ په خدمتونو کې د دغو لینکونو ډیری برخه د ټولنې د معیارونو د سپیم یا سایبري امنیت له برخې څخه سرغړونه کوي.