د ماشومانو جنسي استحصال، ناوړه ګټه اخیستنې او بربنډتوب

د پالیسي معلومات

لاګ بدل کړئ
د پالیسۍ منطق
موږ هغه محتوا یا فعالیت ته اجازه نه ورکوو، چې ماشومان له جنسي استحصال یا خطر سره مخ کوي. کله چې موږ د ماشومانو د ښکاره استحصال څخه خبر شو، نو موږ د نافذه قانون سره سم د ورک شوو او استحصال شوو ماشومانو ملي مرکز (NCMEC) ته راپور ورکوو. موږ پوهیږو چې ځینې وختونه خلک په ښه نیت سره د خپلو ماشومانو لوڅ عکسونه شریکوي. په هرصورت موږ عموماً دا عکسونه د دې لپاره له منځه وړو، ترڅو د نورو کسانو لخوا ترې ناوړه ګټه وانخیستل شي او همدارنګه د دې لپاره چې د نورو خلکو لخوا د عکسونو د بیا کارولو یا غلط استعمال مخه ونیول شي.
موږ د بهرنیو متخصصينو سره هم کار کوو، په شمول د Meta خوندیتوب مشورتي بورډ، ترڅو د آنلاین خوندیتوب د مسلو، په اړه په ځانګړې توګه د ماشومانو په اړه د خپلو پالیسیو او اجراتو په اړه بحث وکړو او هغه نور هم بهتره کړو. د تکنالوژي چې موږ یې د ماشومانو د استحصال پر وړاندې د مبارزې لپاره کاروو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
مه یې پوسټ کوئ:
د ماشومانو جنسي استحصال
د منځپانګې هغه فعالیت یا تعاملات چې ګواښ کوي، انځوروي، ستاینه کوي، ملاتړ کوي، لارښوونې چمتو کوي، اراده څرګندوي، د ماشومانو د جنسي استحصال په برخه کې ګډون کول یا شریکول مني (د حقیقي کوچنیانو، ماشومانو یا نوو زېږیدلو ماشومانو په شمول یا د انسان په څیر غیر حقیقي انځورونه، لکه په هنر کې، د AI لخوا رامنځته شوي منځپانګې، افسانوي کرکټرونه، نانځکې او داسې نور). په دې کې لاندې موارد شامل دي خو یوازې تر دې پورې محدود نه دي:
  • جنسي اړیکه
    • ښکاره جنسي اړیکه یا د خولې له لارې جنسي اړیکه، چې د بل کس له تناسلي غړي یا مقعد سره د خولې یا د تناسلي غړي د تماس په توګه تعریف شوې، کله چې لږ تر لږه د یو کس تناسلي غړی یا مقعد بربنډ وي.
    • ضمني جنسي اړیکه یا د خولې له لارې جنسي اړیکه، په شمول د هغې اړیکې کله چې تماس نږدې وي یا په مستقیم توګه نه لیدل کیږي.
    • د تناسلي غړي یا مقعد تحریکول، په شمول د هغه اړیکې کله چې فعالیت ډېر نږدې وي یا په مستقیم ډول ونه لیدل شي.
    • له پورته مواردو څخه هر هغه فعالیت چې یو لوری یې څاروی وي.
  • هغه ماشومان چې جنسي عناصر لري، په شمول د لاندې مواردو، مګر یوازې تردې پورې محدود نه دي:
    • بندیزونه
    • د تحریک نښې نښانې
    • په تناسلي آلې یا مقعد تمرکز
    • د تحرک شوي بالغ موجوديت
    • د جنسي وسایلو شتون یا د جنسي محرکونو، جنسي ارضا یا د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې لپاره د کوم شی کارول.
    • جنسي لباس
    • لوڅول
    • چمتو شوی چاپیریال (د بیلګې په توګه، په بستر کې) یا په مسلکي توګه جوړه شوي (کیفیت/تمرکز/زاویې)
    • په خلاصه خوله ښکلول
    • د انسان د سینې د سر تحریک یا د ښځې د سینې کیکاږل (د شیدو ورکولو له برخې څخه پرته)
    • د جنسي فعالیت لپاره د ضمني محصولاتو شتون
  • هغه منځپانګه چې ماشومان د جنسي تیري په برخه کې ښکېلوي
  • هغه محتوا چې د ماشومانو سره په جنسي عمل کې د ګډون کولو ملاتړ کوي، هڅوي یي، ملاتړ یې کوي یا یې تشویقوي، په استثنا د دې چې په روغتیایي شرایطو کې پرې په بې طرفه توګه بحث وشي
  • هغه منځپانګه چې د نوم یا عکس له لارې د ماشومانو د جنسي استحصال ادعا شوي قربانیان پیژني یا یې مسخره کوي
غوښتنه
هغه منځپانګه چې د هغه جنسي منځپانګې یا فعالیت غوښتنه کوي چې ماشومان انځوروي یا په کې ښکیل دي، په لاندې ډول تعریف شوي:
  • د ماشومانو د جنسي ځورونې مواد (CSAM)
  • د ریښتیني یا غیر حقیقي ماشومانو بربنډ عکسونه
  • د حقیقي یا غیر حقیقي ماشومانو جنسي غبرګون
له ماشومانو سره نامناسب چلند
هغه منځپانګه چې له ماشومانو سره نامناسب تعاملات رامنځته کوي یا یې اسانوي، لکه:
  • د ماشومانو سره د جنسي اړیکو لپاره غوښتنه کول، ترتیبول يا پلان جوړول
  • ماشومان د جنسي خبرو اترو له لارې جنسي فعالیت ته هڅول یا ماشومانو ته د جنسي موادو وړاندیز، ښودل، ترلاسه کول یا غوښتنه کول، د هدفي افشا کولو یا شخصي پیغامونو له لارې
  • له ماشومانو سره په شخصي پیغامونو کې په ښکاره ډول په سکسي خبرو اترو کې ښکیلتیا
  • په شخصي پیغامونو کې له ماشومانو څخه د جنسي موادو ترلاسه کول یا یې غوښتنه کول
صمیمي استثماري انځورول او جنسي استحصال
هغه منځپانګه چې هڅه کوي له اصلي ماشومانو څخه د لاندې مواردو له لارې ناوړه ګټه پورته کړي:
  • د پیسو یا د صمیمیت یا د زور د ګواښ له لارې د نږدې واقعي یا غیر واقعي صمیمي انځورونو یا معلوماتو افشا کول.
  • د شخصي جنسي خبرو اترو یا نږدې واقعي یا غیر واقعي صمیمي عکسونو د شریکولو لپاره د ارادې ښودل، ګواښل یا بیانول
پر ماشومانو جنسي تیري
  • (د عکسونو، ویډیوګانو، د حقیقي نړۍ هنر، ډیجیټلي منځپانګې او لفظي انځورونو په ګډون) هغه منځپانګه چې د اصلي یا غیر حقیقي ماشومانو جنسي تیري انځوروي
  • هغه ګروپونه، پاڼې او پروفایلونه چې د حقيقي یا غیر حقيقي ماشومانو جنسي تیريو ته ځانګړي شوي دي.
د ماشوم بربنډتوب
هغه منځپانګه چې د ماشوم داسې حقیقي یا غیر حقیقي بربنډتوب انځوروي چیرې چې بربنډتوب داسې تعریف شوی:
  • د ماشومانو د اصلي یا غیر حقیقي تناسلي غړو ښودل
  • واقعي یا غیر واقعي هغه بربنډ ماشومان چۍ لاندې موارد ښیې:
    • د لیدلو وړ تناسلي غړی حتی که د نازکو جامو په واسطه پوښل شوی یا پټ شوی هم وي.
    • د لیدلو وړ مقعد او/یا په بشپړه توګه د ورنونو بربنډتوب
  • حقیقي یا غیر حقیقي هغو نابالغه ماشومان چې لاندې موارد ښيي:
    • ښکاره تناسلي غړي (د هغه تناسلي غړي په شمول چې یوازې د نوم د ویښتو یا نازکو جامو په واسطه پټ شوی وي)
    • د لیدلو وړ مقعد او/یا په بشپړه توګه د ورنونو بربنډتوب
    • د ښځو د سینو د سرونو لوڅوالی
    • له غاړې څخه تر زنګون پورې د جامو نه شتون - حتی که هیڅ تناسلي غړی یا د ښځینه د سینو سرونه ښکاره نه شي
  • مګر دا چې غیر واقعي انځور د روغتیايي موخو لپاره وي یا په ریښتیني کلیمه یي هنر کې د ماشوم غیرجنسي بربنډتوب انځورنه وي
د ماشومانو غیر جنسي تیري
هغه ویډیو ګانې یا انځورونه چې د شریکولو د ارادې له په پام کې نیولو پرته د ماشومانو حقیقي یا غیر حقیقي غیر جنسي ناوړه ګټه اخیستنه انځوروي، مګر دا چې انځور د حقیقي نړۍ هنر، کارتونونو، فلمونو یا ویډیويي لوبو لپاره وي
هغه منځپانګه چې ستاينه کوي، ملاتړ یې کوي، هڅويې، ننګه یې کوي، له ماشومانو څخه په غير جنسي ناوړه ګټه اخیستنه کې د ګډون لپاره لارښوونې چمتو کوي يا یې هڅوي
د هغو حسابونو د لرې کولو سربېره چې زموږ د ماشومانو د جنسي استحصال، ناوړه ګټه اخیستنې او بربنډتوب (CSEAN) له پالیسیو څخه سرغړونه کوي، زموږ بیاکتونکي او اتوماتیک سیسټمونه د احتمالي ناغوښتل شوو یا غیر خوندي تعاملاتو په مخنیوي کې د مرستې لپاره د سیګنالونو پراخه لړۍ په پام کې نیسي.
  • موږ ممکن د هغه بالغ کسانو حسابونه بند کړو یا یې د محصولاتو او ځانګړتیاوو (لکه د ځینو حسابونو تعقیبولو وړتیا) ته لاسرسی محدود کړو، که چېرې هغوی له نورو حسابونو سره مشکوک تعاملات ولري، یا د ناقانونه منځپانګې لټون یا تعامل کړی وي (لکه خوښول یا خوندي کول)، یا د هغو ټولنو (لکه ګروپونو) غړي وي چې موږ د پالیسۍ د سرغړونې له امله لرې کړي دي.
د لاندې منځپانګې لپاره موږ د خبرتیا سکرین شاملوو، ترڅو خلک پوه شي چې منځپانګه ممکن خپه کونکې وي او د منځپانګې د لیدلو وړتیا د لویانو، اتلس کلنو او له هغوی څخه ډېر عمر لرونکو ته محدود کړي:
  • هغه ویډیوګانې یا عکسونه چې د پولیسو د افسرانو یا نظامي پرسونلو لخوا پر ماشومانو غیر جنسي تیري انځوروي
  • د ماشومانو د غیر جنسي ناوړه ګټه اخیستنې ویډیو ګانې یا انځورونه، کله چې د قانون پلي کونکي، د ماشوم د ساتنې ادارې یا د خوندیتوب باوري همکاران غوښتنه کوي چې موږ باید پلیټ فارم ته د ماشوم د بیرته خوندي راګرځولو د څرګندې موخې لپاره منځپانګې پریږدو
د لاندې منځپانګې لپاره موږ د حساسیت سکرین شاملوو، ترڅو خلک پوه شي چې منځپانګه ممکن د ځینو کسانو لپاره خوابدونکې وي:
  • د مذهبي رسمونو په چوکاټ کې په اوبو کې د ماشوم د ډوبولو د تاوتریخوالي ویډیو یا عکسونه
د لاندې بيان شوي د ټولنې د معیارونو په موخه موږ د پلي کولو لپاره اضافي معلوماتو او/یا شرایطو ته اړتیا لرو:
د لاندې منځپانګې لپاره موږ د خبرتیا لیبل شاملوو، ترڅو خلک پوه شي چې منځپانګه ممکن حساسه وي:
  • د یوې خبري ادارې له خوا هغه ځړول شوي عکسونه چې د قحطۍ، نسل وژنې، جنګي جرمونو، یا د بشریت پر وړاندې د جرمونو په شرایطو کې د ماشوم بربنډتوب انځوروي، په استثنا د دې چې د سرغړونې له سرلیک سره وي یا د سرغړونې په شرایطو کې شریک شوې وي، په دې حالت کې منځپانګه لرې کیږي
موږ ممکن هغه عکسونه لرې کړو چې هغه وخت د ماشومانو د غیر جنسي ناوړه ګټه اخیستنې انځوروي، کله چې د خبري رسنیو د شریکانو، نادولتي موسسو یا د خوندیتوب د نورو باوري شریکانو لخوا راپور شوي وي.
موږ به هغه منځپانګه لرې کړو چې د ماشومانو د جنسي استثمار د احتمالي قربانیانو هویت د نامه یا انځور له لارو پرته په ډاګه کوي، که چېرته د دې احتمال وي چې معلومات به د کس د هویت د معلومېدو لامل شي.
که چیرې د ماشوم خوندیتوب ته د خطر احتمال وي او د قانون پلي کوونکې ادارې، حکومت، د باور وړ شخص، شریک له لوري غوښتنه شوې وي یا منځپانګه په خپله د ماشوم یا د هغه د والدینو/ قانوني سرپرست له لوري راپور شوې وي، نو موږ ممکن هغه محتوا لرې کړو، کومه چې د شخصي کوچني د پیژندلو لپاره رامینځته شوې ده.
د کارونکي تجربې
په فېسبوک د خلکو لپاره د پلي کولو د ښکاره کېدلو د څرنګوالي په اړه ځینې مثالونه وګورئ، لکه: د هغه څه راپور ورکول تاسو ته څه ډول ښکاريږي، چې تاسو فکر نه کوئ چې باید په فېسبوک کې وي، تاسو ته ویل کیږي چې تاسو زموږ د ټولنې له معیارونو څخه سرغړونه کړې او د یوې ځانګړې منځپانګې د خبرتیا د سکرین مشاهده وکړئ.
یادونه:موږ تل د پرمختګ په حال کې یو، پس هغه څه چې تاسو يې دلته ګورئ ممکن د هغه څه په پرتله چې موږ یې اوس کاروو یو څه زاړه وي.
د کارونکي تجربه
راپور ورکول
د کارونکي تجربه
له راپور وروسته اړیکه
د کارونکي تجربه
د لېرې کولو تجربه
د کارونکي تجربه
د خبرتیا سکرینونه
ډاټا
د ټولنې د معیارونو د پلي کولو وروستي راپور وګورئ
پلي کول
موږ په ټوله نړۍ کې په فېسبوک کې د ټولو کسانو لپاره ورته پالیسۍ لرو.
د بياکتنې ټیمونه
زموږ له 15,000 څخه د زیاتو بیاکتونکو نړیوال ټیم هره ورځ کار کوي، ترڅو خلک په فېسبوک کې خوندي وساتي.
د ونډه لرونکو ښکیلتیا
بیروني کارپوهان، اکاډمیک کسان، غېردولتي موسسې او پالیسي جوړونکي د فېسبوک د ټولنې د معیارونو په اړه په خبرولو کې مرسته کوي.
د ماشومانو له جنسي استحصال، ناوړه ګټه اخیستنه او فحاشۍ په برخه کې مرسته ترلاسه کړئ
دا زده کړئ چې که تاسو په فېسبوک کې داسې څه وګورئ چې زموږ د ټولنې له معیارونو سره په ټکر کې وي، نو هغه وخت تاسو څه کولی شئ.
زموږ د مرستې له مرکز څخه لیدنه وکړئ