شکنجه کول او ځورول
د پالیسي معلومات
لاګ بدل کړئ
نن
۲۰۲۵ جنوري ۲۳
۲۰۲۴ جولای ۳
۲۰۲۳ دسمبر ۱۴
۲۰۲۳ ستمبر ۲۹
۲۰۲۳ جون ۳۰
۲۰۲۳ مارچ ۳۱
۲۰۲۳ جنوري ۲۷
۲۰۲۲ ستمبر ۳۰
۲۰۲۱ دسمبر ۲۴
۲۰۲۱ اکتوبر ۱۴
۲۰۲۱ اګست ۲۷
۲۰۲۱ مۍ ۵
۲۰۲۱ اپرېل ۳
۲۰۲۱ جنوري ۲۹
۲۰۲۰ نومبر ۱۹
۲۰۲۰ جولای ۳۱
۲۰۲۰ مۍ ۲۹
۲۰۲۰ فبروري ۲۸
۲۰۲۰ جنوري ۳۱
۲۰۱۹ دسمبر ۱۷
۲۰۱۹ ستمبر ۳۰
۲۰۱۹ جولای ۳۱
۲۰۱۹ جولای ۲
۲۰۱۹ اپرېل ۲۷
د پالیسۍ منطق
ازارول او ځورول په ډېرو ځایونو کې پیښیږي او په ډیرو بیلابیلو بڼو کې مخې ته راځي، لکه ګواښ کول او د شخصي پیژندلو وړ معلوماتو له خپرولو څخه نیولې بیا د ګواښونکي پیغامونو تر لیږلو او د ناغوښتل شوو ناوړه تماس نیولو پورې. موږ دا ډول چلند ځکه نه شو زغملی چې دا خلک په فیسبوک، انستاګرام او تریډز کې د خوندي او له درناوي څخه د ډک احساس کولو مخه نیسي.
موږ د عامه شخصیتونو او فردي اشخاصو ترمنځ ځکه توپیر کوو، چې موږ غواړو داسې بحث ته اجازه ورکړو، په کوم کې چې ډیر وختونه د هغو خلکو انتقادي تبصرې شاملې وي، چې په خبرونو کې ښودل شوي یا د عامه لیدونکو لوی شمیر لري. د عامه شخصیتونو لپاره موږ هغه بریدونه لرې کوو، چې سخت وي او همدارنګه ځینې هغه بریدونه هم لرې کوو، چیرې چې عامه شخصیت په مستقیم ډول په پوسټ یا تبصره کې ټګ شوی وي. موږ عامه شخصیتونه د دولتي او ملي دولتي چارواکو په صفت، د دې دفترونو لپاره د سیاسي نوماندانو، په ټولنیزو رسنیو کې له یو ملیون څخه د ډیرو مینه وال یا څارونکو کسانو او هغه خلک چې د پام وړ خبرونو پوښښ ترلاسه کوي په توګه تعریف کوو.
د ځانګړي افرادو لپاره زموږ محافظت نور هم پرمخ ځي: موږ هغه منځپانګه لرې کوو چې له سپکاوي څخه ډکه یا د شرمولو لپاره وي، د بیلګې په توګه، د یو چا د جنسي فعالیت په اړه ادعاګانې. موږ پوهیږو چې ازارول او ځورول کولی شي چې پر کوچنيانو باندې ډیره احساساتي اغیزه ولري، له همدې امله زموږ پالیسي د هغو کسانو لپاره خورا لوړ خوندیتوب چمتو کوي چې عمرونه یې له 18 کلونو څخه کم وي، پرته له دې چې د کاروونکي وضعیت ته پام وشي.
قرينه او اراده مهمه ده او موږ خلکو ته اجازه ورکوو چې په هغه صورت کې پوسټ وکړي او شریک کړي که چېرې دا روښانه وي چې یو څه د ازار او ځورونې د غندلو یا د پام اړولو لپاره شریک شوي. په ځینو مواردو کې موږ د ځان راپور کولو ته ځکه اړتیا لرو چې دا له موږ سره مرسته کوي، ترڅو پوه شو چې تر هدف لاندې کس د ازار یا ځورونې احساس کوي. د دې ډول چلند او منځپانګې د راپورکولو سره سره، موږ خلک هڅوو چې زموږ په پلېټفورم کې موجود وسایل وکاروي، ترڅو د دې پر وړاندې د خپل ځان په ساتنه کې مرسته وکړي.
موږ د ځورونې د مخنیوي مرکز هم لرو، دا د هغو ځوانانو، والدینو او ښوونکو لپاره یوه سرچینه ده، چې د ځورونې او نورو شخړو د اړوندو مسلو لپاره د مرستې په لټه کې دي. دا ګام په ګام لارښود وړاندې کوي، چې د ځورونې په اړه د مهمو خبرو اترو د پیل کولو د څرنګوالۍ په اړه معلومات هم په کې شامل دي. په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړئ، چې موږ د خلکو د ازار او ځورونې څخه د ساتنې لپاره څه کوو دلته.
یادونه: دا پالیسي پر هغو کسانو نه پلي کیږي چې د خطرناکو سازمانونو او اشخاصو تر پالیسۍ لاندې د ټاکل شوو سازمانونو برخه وي یا هغه اشخاص چې د 1900 څخه وړاندې مړه شوي.
1 مرحله: د هر کس لپاره نړیوال محافظتونه:
- ټول کسان له لاندې مواردو څخه خوندي دي:
- ناغوښتل اړیکه دا ده چې:
- تکرار شوې یا
- جنسي ځورونه یا
- له مخکینۍ غوښتنې پرته ډېر شمیر کسانو ته مخاطب شوې وي.
- د یو ځانګړي کس، یا د افرادو له ګروپ څخه د ځان وژنې یا د ځان ټپي کولو غوښتنه کوي.
- د دوی د تجربې پر بنسټ د جنسي تیري، جنسي استحصال، جنسي ځورونې، یا کورني ناوړه ګټه اخیستنې بریدونه.
- په جنسي فعالیت کې د ښکیلتیا لپاره د ارادې بیانونه یا په جنسي فعالیت کې د ښکیلتیا ملاتړ کول.
- سخته جنسي تبصره.
- له سپکاوی ډک جنسي فوتوشاپ شوي عکس یا رسامي
- په جنسي فعالیت پورې اړوند له سپکاوي څخه د ډکو اصطلاحاتو له لارې بریدونه (د بیلګې په توګه: فاحشه، جنسي خدمتګاره).
- ادعا کوي چې د تاوتریخوالی تراژیدي نه ده رامنځته شوې.
- هغه ادعاګانې چې کسان په کې د تاوتریخوالي د تراژیدۍ یا تروریستي برید د قرباني کیدلو په اړه درواغ وايي، د لاندې ادعاو په شمول:
- تمثیل کول یا د یوې ځانګړې پیښې د قرباني کیدلو نمایش کول یا
- په پیښه کې د دوی د رول په اړه د خلکو د ګمراه کولو لپاره پیسې ورکول یا ګمارل.
- د یو کس د شخصي ټلیفون شمیره، د استوګنې پته، د بریښنالیک پته یا د طبي ریکارډونو د افشا کولو ګواښونه (لکه څنګه چې د محرمیت د سرغړونې په پالیسي)کې تعریف شوي.
- د ښکیلتیا، ځورونې او/یا ازارولو لپاره غوښتنې یا د ارادې بیانونه.
- هغه منځپانګه چې د هغو کسانو پر وړاندې کرکه یا نفرت څرګندوي، چې د حیض، ادرار، کانګې، یا د حاجت په بهیر یا له هغه وروسته سمدستي انځور شوې وي
- هرڅوک د لاندې مواردو څخه خوندي دي، مګر د لویو عامه شخصیتونو لپاره باید دوی په قصدي توګه ښکاره شي:
- د مړینې غوښتنه کوي او په روغتیایي حالت یا ناروغۍ باندې د اخته کېدلو یا ډېرېدولو بیانونه.
- د مرګ یا طبي حالت لمانځل یا پرې ملنډې وهل.
- د جنسي لیږدول شوي عفونتونو په اړه ادعاګانې.
- د فزیکي بڼې په اړه د سپکاوي بیانونه.
2 سطحه: د ټولو کوچنیانو، خصوصي لویانو او محدودو خلکو لپاره اضافي محافظتونه (د بیلګې په توګه، هغه کسان چې ابتدايي شهرت یې د دوی په فعالیت، ژورنالیزم، یا هغه کسانو پورې محدود وي، چې د غیر ارادي لارو په مرسته مشهور کیږي):
- د هرکس لپاره د نړیوال محافظت سربیره، ټول کوچنيان (ځانګړي اشخاص او عامه شخصیتونه) شخصي لویان او د محدود عامه شخصیتونه له دې مواردو څخه خوندي دي:
- د جنسي فعالیت په اړه ادعاګانې، مګر دا چې د لویانو پر وړاندې د جنایي تورونو په شرایطو کې وي (له رضایت پرته جنسي لمس کول).
- هغه منځپانګه چې له بل بالغ کس سره جنسي تیری انځوروي (د کوچنيانو جنسي تیري د ماشومانو د جنسي استحصال، ناوړه ګټې اخیستنې او د بربنډتوب پالیسي)پوښي.
- ټول کوچنيان (ځانګړي اشخاص او عامه شخصیتونه) ځانګړي لویان او محدود عامه شخصیتونه) له لاندې مواردو څخه خوندي دي، مګر د کوچنیو عامه شخصیتونو لپاره باید دوی په قصدي توګه د لاندې مواردو لپاره ښکاره شي:
- غیر انساني پرتله کول (په لیکلي یا بصري بڼه کې) یا د لاندې مواردو په اړه:
- حیوانات او حشرات د هغو فرعي مخلوقاتو په شمول چې په کلتوري توګه ټیټ او بې ارزښته ګڼل کیږي.
- باکتریا، ویروسونه، میکروبونه او ناروغۍ.
- بې روحه شیان، پشمول د کثافاتو، خځلو، چټلي.
- منځپانګه چې داسې برابر شوې وي، ترڅو په منفي ډول مشخصو فزیکي ځانګړتیاوو (پوزې، غوږ او داسې نورو) ته پام واړوي.
- هغه منځپانګه چې د فزيکي ظاهر يا د کرکټر د ځانګړتیاوو پر بنسټ درجه بندي کوي.
- هغه منځپانګه چې د هغو افرادو سپکاوی کوي، څوک چې په فزیکي ډول ځورول شوي وي (پرته له دې چې د سپورت په شرایطو کې وي).
3 درجه: د خصوصي کوچنيانو، شخصي لویانو او کوچنيو غیر ارادي عامه شخصیتونو لپاره اضافي محافظتونه:
- د پورته لیست شویو ټولو محافظتونو سربیره ټول خصوصي کوچنيان، ځانګړي لویان (هغه څوک چې باید په خپله راپور ورکړي) او کوچني غیر ارادي عامه شخصیتونه له دې مواردو څخه خوندي دي:
- هدفمنده ښکنځا کول.
- د رومانتيکې ښکیلتیا، جنسي تمایل یا د جنسیت د پیژندنې په اړه ادعاګانې.
- د عمل کولو غوښتنه، د ارادې بیانونه، هیله مند یا مشروط بیانونه، یا هغه بيانونه چې جلاوالی تقويه يا ملاتړ کوي.
- د منفي کرکټر یا وړتیا ادعاوې، په استثنا د دې چې د جنایي تورونو او د لویانو پر وړاندې د سوداګرۍ د بیاکتنې په شرایطو کې وي.
- د سپکاوي، کرکې، یا هغو منځپانګو څرګندونه چې د یو فرد شتون ردوي، پرته له دې چې د لویانو پر وړاندې د جنایي تورونو په شرایطو کې وي.
- کله چې په خپله راپور ورکړل شي، نو ځانګړي کوچنيان، ځانګړې لویان او کوچني غیر ارادي عامه شخصیتونه له لاندې مواردو څخه خوندي دي:
- د لومړي کس د ځورولو غږ.
- ناغوښتل شوي لاسوهل شوي عکسونه.
- د فزيکي شکل او بڼې پر اساس د نورو عامه، افسانوي یا ځانګړو اشخاصو سره پرتله کول.
- د مذهبي هویت یا توهین په اړه ادعاګانې
- د هغو حیواناتو یا حشراتو سره پرتله کول کوم چې په کلتوري توګه په فکري یا فزیکي لحاظ ټیټ او کم ارزښته نه ګڼل کیږي ("پړانګ،" "زمری").
- بې طرفه یا مثبت فزیکي جزئیات.
- غیر منفي کرکټر یا د وړتیا ادعاوې.
- د جنسي فعالیت په نشتوالي پورې د اړوندو د سپکاوي د الفاظو له لارې بریدونه.
4 سطحه: یوازې دځانګړو کوچنیانو لپاره اضافي محافظتونه:
- کوچنيان زموږ د پالیسۍ له مخې خورا ډیر محافظت ترلاسه کوي. د پورته لست شوو ټولو محافظتونو سربیره، شخصي کوچنيان هم له دې مواردو څخه خوندي دي:
- د جرمي یا غیر قانوني چلند په اړه تورونه.
- د کوچنيانو پر وړاندې د فزیکي ځورونې ویډیوګانې چې په هر ډول شرایطو کې شریکې شوې.
- د ښځینه و لپاره په جنسی سپکاوي پورې اړوند اصطلاحات.
د پاڼو، ګروپونو، پیښو او پیغامونو له لارې ازارول او ځورول
- له 1 څخه تر 4 مرحلې پورې محافظت هم په پاڼو، ګروپونو، پیښو او پیغامونو کې پلي کیږي.
د لاندې بيان شوي د ټولنې د معیارونو په موخه موږ د پلي کولو لپاره اضافي معلوماتو او/یا شرایطو ته اړتیا لرو:
مه یې ترسره کوئ:
- هغه منځپانګه پوسټ کړئ چې د ناغوښتل شویو پاڼو، ګروپونو او پیښو له لارې شخصي اشخاص په نښه کوي. موږ دا محتويات هغه وخت لرې کوو کله چې دا د په نښه شوي کس یا د هدف لاندې شوي کس د یو باصلاحیته استازي لخوا راپور شي.
- د پورته تشرېح شوي پوسټ منځپانګې چې پر یو بل ډول په نښه شوی کس د منځپانګې راپور ورکولو ته اړتیا ولري یا چېرته چې محتوا څرګندوي چې پوسټر په مستقیم ډول نښه شوی کس په نښه کوي (د مثال په توګه: نښه شوی کس په پوسټ یا تبصره کې ټګ شوی وي). موږ به دا منځپانګه په هغه صورت کې لرې کړو، که چیرې موږ د په نښه شوي کس یا د هغه له یوه باصلاحیته استازي (که ژوندی وي یا مړ) څخه تصدیق ولرو چې منځپانګه ناغوښتل شوې ده.
- د هغې منځپانګې پوسټ کول یا په یو داسې چلند د ښکیلتیا لپاره د ارادې څرګندول چې زموږ د پالیسیو له مخې د ځورونې او ازار وړ وي. موږ به دا منځپانګې هغه وخت لرې کړو، کله چې موږ د موخه شوي کس یا د موخه شوي کس د یوه باصلاحیته استازي له خوا دا تصدیق کړو چې منځپانګه ناغوښتل شوې ده.
- د هغې منځپانګې پوسټ کول چې یو عامه شخصیت په جنسي ډول توهینوي. موږ به دا منځپانګې هغه وخت لرې کړو، کله چې موږ د موخه شوي کس یا د موخه شوي کس د یوه باصلاحیته استازي له خوا دا تصدیق کړو چې منځپانګه ناغوښتل شوې ده.
- هغه اړیکه پیل کړئ چي ترلاسه کوونکي له جنسي پلوه ځوروي. موږ به ټولې هغه منځپانګې لرې کړو چې په ناغوښتل شوي شرایطو کې هغه وخت شریکې شوې وي کله چې موږ د ترلاسه کوونکي، یا د ترلاسه کوونکي یو با اختیاره استازي څخه د دې تاییدي ولرو چې اړیکه ناغوښتل شوې ده.
- هغه وخت پلان شوې ډله ییزې ځورونې لرې کړئ کله چې:
- په نښه کول، د هرې سطحې له لارې، 'د آفلاین د زیان لوړ خطر درلودونکي افراد'، په لاندې ډول تعریف شوي دي:
- د بشري حقونو مدافعین
- ماشومان
- د تاوتریخوالي د پیښو/ تراژیدۍ قربانیان
- د ټاکنو په جریان کې له خطر سره په مخ هیوادونو کې د اپوزیسیون شمیرې
- د ټاکنو چارواکي
- د حکومت هغه مخالفان چې د خپل مخالف دریځ پر بنسټ په نښه شوي دي
- د جګړې په سیمو کې توکمیز او مذهبي اقلیتونه
- د ټاکل شوي او پیژندل شوي خطر د ګروپ غړی
- د شخصي سطحو له لارې د هر فرد په نښه کول، لکه انباکس یا پروفایلونه، سره:
- هغه منځپانګه چې د ځانګړي اشخاصو لپاره د ځورونې او ازار له پالیسۍ څخه سرغړونه کوي یا،
- د اعتراض وړ هغه محتوا چې د خوندي شوو ځانګړتیا پر بنسټ ولاړه وي
- د هرې یوې برخې په توګه په ډله ییزو ځورونو کې ښکیل حسابونه غیر فعاله کړئ
- دولت یا په دولت پورې تړلې شبکې د هرې سطحې له لارې هر فرد په نښه کوي.
- مخالفې شبکې د هرې سطحې له لارې هر فرد په نښه کوي:
- هغه محتوا چې د شخصي اشخاصو لپاره د ځورونې او ازار له پالیسۍ څخه سرغړونه کوي یا،
- هغه منځپانګه چې دوی د خوندي شوو ځانګړتیا پراساس په نښه کوي، یا،
- هغه محتوا یا چلند چې پر یو بل ډول په ځایي شرایطو کې د اعتراض وړ ګڼل کیږي
د کارونکي تجربې
په فېسبوک د خلکو لپاره د پلي کولو د ښکاره کېدلو د څرنګوالي په اړه ځینې مثالونه وګورئ، لکه: د هغه څه راپور ورکول تاسو ته څه ډول ښکاريږي، چې تاسو فکر نه کوئ چې باید په فېسبوک کې وي، تاسو ته ویل کیږي چې تاسو زموږ د ټولنې له معیارونو څخه سرغړونه کړې او د یوې ځانګړې منځپانګې د خبرتیا د سکرین مشاهده وکړئ.
یادونه:موږ تل د پرمختګ په حال کې یو، پس هغه څه چې تاسو يې دلته ګورئ ممکن د هغه څه په پرتله چې موږ یې اوس کاروو یو څه زاړه وي.
د کارونکي تجربه
راپور ورکول
د کارونکي تجربه
له راپور وروسته اړیکه
د کارونکي تجربه
د لېرې کولو تجربه
د کارونکي تجربه
د خبرتیا سکرینونه
ډاټا
د ټولنې د معیارونو د پلي کولو وروستي راپور وګورئ
پلي کول
موږ په ټوله نړۍ کې په فېسبوک کې د ټولو کسانو لپاره ورته پالیسۍ لرو.
د بياکتنې ټیمونه
زموږ له 15,000 څخه د زیاتو بیاکتونکو نړیوال ټیم هره ورځ کار کوي، ترڅو خلک په فېسبوک کې خوندي وساتي.
د ونډه لرونکو ښکیلتیا
بیروني کارپوهان، اکاډمیک کسان، غېردولتي موسسې او پالیسي جوړونکي د فېسبوک د ټولنې د معیارونو په اړه په خبرولو کې مرسته کوي.
د شکنجه کولو او ځورولو په اړه مرسته ترلاسه کړئ
دا زده کړئ چې که تاسو په فېسبوک کې داسې څه وګورئ چې زموږ د ټولنې له معیارونو سره په ټکر کې وي، نو هغه وخت تاسو څه کولی شئ.
زموږ د مرستې له مرکز څخه لیدنه وکړئ