د لويانو بربنډتوب او جنسي فعاليت
د پالیسي معلومات
لاګ بدل کړئ
نن
۲۰۲۵ اګست ۲۸
۲۰۲۵ جون ۲۶
۲۰۲۵ مۍ ۱۴
۲۰۲۴ ستمبر ۱۷
۲۰۲۴ اګست ۲۹
۲۰۲۴ جولای ۲۵
۲۰۲۴ مۍ ۱
۲۰۲۴ فبروري ۲۹
۲۰۲۲ ستمبر ۲۹
۲۰۲۲ اپرېل ۲۸
۲۰۲۱ دسمبر ۲۳
۲۰۲۱ نومبر ۲۴
۲۰۲۱ اګست ۲۶
۲۰۲۰ نومبر ۱۹
۲۰۱۹ مارچ ۲۰
۲۰۱۸ اکتوبر ۱۵
۲۰۱۸ جولای ۲۷
۲۰۱۸ جون ۲۹
۲۰۱۸ مۍ ۲۵
د پالیسۍ منطق
موږ د بربنډتوب یا جنسي فعالیت ښودل ځکه محدود کوو چې زموږ په ټولنه کې ځینې خلک ممکن د دې ډول منځپانګو سره حساس وي، په ځانګړي توګه د کلتوري بګرونډ یا د عمر له امله.
موږ پوهېږو چې بربنډتوب د مختلفو دلایلو لپاره شریکیدلی شي، په شمول د احتجاج په توګه، د یو لامل په اړه د پوهاوي د لوړولو یا د تعلیمي یا طبي دلایلو لپاره. چیرې چې مناسب وي او دا ډول اراده څرګنده وي، نو هلته موږ منځپانګه په پام کې نیسو. د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې موږ د ښځینه سینو ځینې هغه عکسونه محدودوو چې د تي سر پکې ښکاره وي خو موږ بيا ځيني داسې عکسونو ته هغه وخت اجازه ورکوو، چې د احتجاج په توګه وي، د هغه میرمنو چې ماشومانو ته د شیدو په ورکړې کې ښکیلې وي دي او د ماسټیکټومي وروسته د زخمونو عکسونه هم ښکاره کوو. (ځینې وختونه کې په سکرين د حساس منځپانګې د خبرداري سره او د عمر پر بنسټ محدودیتونه). موږ د حقیقي نړۍ هنر ته هم اجازه ورکوو چې بربنډتوب انځوروي لکه د نقاشیو، مجسمو او نورو عکسونه (کله ناکله د حساس خبرداری له سکرین او د عمر پر بنسټ محدودیتونو سره لیبل شوي وي). موږ په خودکاره يا ډيفالټ توګه د جنسي انځورونې لرې کوو، ترڅو د غیر موافقو یا د کم عمره منځپانګې د شریکولو مخه ونیسي.
د دې تګلارې له مخې موږ د بربنډتوب او جنسي فعالیت ریښتیني عکسونه او ویډیوګانې لرې کوو، AI- یا د کمپیوټر لخوا د بربنډتوب او جنسي فعالیت عکسونه او ډیجیټل عکسونه لرې کوو، پرته لدې چې دا "عکس ریالیستیک" ښکاري (لکه څنګه چې دا د ریښتیني کس په څیر ښکاري). لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، موږ د حقیقي نړۍ هنر او ځینې طبي، تعلیمي او د پوهاوي د لوړولو د منځپانګې لپاره محتاط تخفیف هم ورکوو، او دا په پالیسۍ کې توضیح شوي.
د ماشومانو په بربنډتوب پورې اړونده منځپانګه زموږ د ټولنې په معيار د ماشومانو د جنسي استحصال، ناوړه ګټه اخیستنې او بربنډتوب په ګوته شوي ده کې ښوول شوې.
موږ ټولو کاروونکو ته د لاندې منځپانګې اجازه نه ورکوو:
د لویانو بربنډتوب
- د لویانو د بربنډتوب انځورول/ډیجیټل انځورونه، که چیرې لاندې موارد انځوروي:
- د تناسلي برخې لیدل (د هغه وخت په شمول چې د نوم لاندې ویښتو یا ډیجیټل پوښښونو لخوا پټ وي)
- د لیدلو وړ مقعد او/یا د لیدلو وړ تیو نږدې عکسونه
- د ښځو د لیدلو وړ تيونه، پرته له دې چې د شیدو ورکولو په وخت کې وي، یا د اعتراض په شرایطو کې وي
- د حقيقت ورته انځور/ ډیجیټل ویډیوګانې چې په شرمګاه، د ښځو سینې، یا په شاته برخې تمرکز کوي پرته له دې چې د هغه کس (و) خبرتیا ثبت شي چې پکې ښودل شوي
- په یاد ولرئ چې د ځینو محدودیتونو سره موږ ممکن د لویانو د بربنډتوب انځورونو ته په نورو ځانګړو شرایطو کې اجازه ورکړو، لکه طبي یا روغتیاي شرایط. دا په لاندې برخو کې په تفصیل سره پوښل شوی.
د لویانو جنسي فعالیت
- د لویانو د جنسي فعالیت انځورول/ ډیجیټل انځورونه، په شمول:
- ښکاره جنسي فعالیت یا تحریکول:
- ښکاره جنسي عمل یا د خولې له لارې جنسي اړیکه، چې په کې د یوه کس خوله یا تناسلي غړي د بل کس له تناسلي غړو یا مقعد سره تماس لري یا ورته ننوځي، یا تناسلي غړي پر جنسي لوبتکه کېښودل کېږي یا ورننوځي، په داسې حال کې چې لږ تر لږه د یوه کس تناسلي غړي یا مقعد ښکاره وي.
- د یو کس د تناسلي غړي یا مقعد ښکاره تحريک، لکه څنګه چې د تحريک لخوا څرګنديږي یا د تناسلي غړي یا مقعد ته په داسې حال کې د جنسي سامان داخلول چې د تناسلي غړي یا مقعد سره اړیکه په مستقیم ډول د لیدلو وړ وي
- ضمني جنسي فعالیت یا هڅونه:
- ضمني جنسي اړیکه یا د خولې له لارې جنسي اړیکه، کومه چې د یو شخص د خولې یا تناسلي برخې لخوا د بل کس تناسلي غړی یا مقعد ته د ننوتلو یا هغه وخت په تماس کې ښودل کیږي، کله چې تناسلي غړی یا مقعد او/یا ننوتل یا اړیکه کې په مستقیم ډول د لیدلو وړ نه وي
- هغه پټ تحرک چې د یو کس تناسلي غړو یا مقعد ته ورکړل شوی وي، لکه څنګه چې د تحرک، یا د جنسي لوبتکي ایښودو یا دننه کولو له لارې څرګندیږي، که دا لوبتکه د کس د تناسلي غړو یا مقعد باندې ایښودل شوي وي یا ورته دننه شوي وي، یا تناسلي غړي پر جنسي لوبتکي ایښودل شوي وي یا ورته دننه شوي وي، حتی که دا تحرک، ایښودل یا دننه کول مستقیم ښکاره نه وي.
- راتلونکې جنسي اړیکه، چې د داسې حالتونو له مخې څرګندېږي چې په کې د یوه کس لاس، خوله یا تناسلي غړي د بل کس له تناسلي غړي یا مقعد سره د اړیکې نیول څرګندوي یا ښيي چې ډېر ژر به اړیکه پیل شي.
- نور جنسي فعالیت یا هڅونه:
- د تناسلي غړي څرګندونه
- د جنسي فعالیت لپاره د ضمني محصولاتو شتون
- په خوله کې یا له هغه د پاسه د جنسي وسیلو ایښودل یا دننه کول.
- د انسان د لیدو وړ د سینو د سرونو تحریکول.
- د ښځینه سینو ته داسې فشار ورکول چې د چنګال شوو ګوتو سره تحریک کونکي حرکت په توګه تعریف شوي او پر سینو یې نښې او د هغوی د شکل روښانه تغیر ښیي. موږ فشار ورکولو ته د مور لخوا د شیدو د ورکولو په شرایطو کې اجازه ورکوو.
- عکسي واقع نما/ ډیجیټل انځورونه یا د حقیقي نړۍ هغه هنر چې د فټیش ښکارندویي کوي چې لاندې برخې په کې شاملې دي:
- هغه کړنې چې ممکن د یو کس یا حیوان د مړینې لامل شي.
- تجزیه کول
- کینیبالیزم
- مدفوع، ادرار، توف، د پوزې اوبه، حیض یا کانګې
- حیوانیت
- د محرماتو سره جنسي اړیکې
- BDSM (یعنې بندول او انضباط، واکمنۍ او اطاعت، سادیزم او مازوخیزم)، یوازې هغه وخت چې جنسي نښې هم په کې موجودې وي.
- په طبي یا روغتیایی شرایطو کې د ښکاره جنسي فعالیت یا د حقيقي عکس غوندې انځورونه
- د جنسي فعالیت پراخه شوې اډیو
- په یاد ولرئ چې د ځینو محدودیتونو سره موږ ممکن د جنسي فعالیت انځورونو ته په ځانګړو شرایطو کې اجازه ورکړو، لکه طبي یا روغتیایی شرایط. دا په لاندې برخو کې په تفصیل سره پوښل شوی.
د لاندې منځپانګې لپاره موږ د دې منځپانګې لیدل یوازې هغو کاروونکو ته محدودوو چې عمر یې 18 کاله یا له دې څخه زیات وي او یوه نښه یا خبرداری ورسره شاملوو، ترڅو خلک پوه شي چې دا منځپانګه ممکن حساسه ده.
- په طبي یا روغتیایی شرایطو کې د ښکاره جنسي فعالیت یا هڅونې ډیجیټلي انځورونه او د حقیقي نړۍ هنر
- په طبي یا روغتیایی شرایطو کې د ضمني یا نور جنسي فعالیت یا هڅونې واقع نما انځورول / ډیجیټل عکسونه او د حقیقي نړۍ هنر
- د د جنسیت تصدیق جراحي په تړاو کې د ښکاره تناسلي غړو، ښکاره مقعد، د ښکاره شاته برخو نږدې عکسونه، یا د ښځو د سينو د ښکاره تيانو فوټو ريالسټيک/ ډیجیټل انځورګری او هنري عکسونه۔
- د حقيقي نړۍ هنر چې په کې ښکاره تناسلي غړي (که هغه د ډیجیټلي پوښښ یا مبهم کولو سره هم پټ شوي وي یا یوازې د شرمګاه د ویښتو تر شا پټ وي)، ښکاره مقعدونه، د ښکاره شا برخې نږدې انځورونه، یا د ښځینه سینو ښکاره تيونه په کې شامل وي، چیرته چې بربنډتوب د انځور اصلي تمرکز وي او موضوع یې طبي یا روغتیایي نه وي.
- واقعي نما یا ډیجیټلي انځورونه چې ښکاره تناسلي غړي (په دې کې هغه تناسلي غړي هم شامل دي چې د ډیجیټلي پوښښ یا پټوالي له لارې پوښل شوي وي، یا یوازې د شرمګاه د ویښتانو تر شا پټ وي)، د ښکاره شا غټو غړو نږدې انځورونه، ښکاره مقعدونه، یا ښکاره د ښځو تیونه پکې شامل وي، کله چې دا انځورونه د لوږې، نسل وژنې، جنګي جنایتونو، یا د بشریت پر وړاندې د جنایتونو په چوکاټ کې شریک شوي وي.
د لاندې منځپانګې لپاره موږ د منځپانګې د لیدو وړتیا هغو لویانو ته محدودوو چې عمرونه یې 18 کلن او له هغه ډير دي:
- هغه واقعي نما یا ډیجیټلي انځورونه چې نږدې لوڅوالی ښيي، لکه هغه لوڅ بدن چې یوازې د ډیجیټلي پوښښ یا یو رنګین شی پرې پوښل شوی وي، او همدارنګه ځینې داسې حالتونه چې لوڅوالی د شفافو جامو تر شا لږ څه پټ شوی وي.
- د هغو کسانو عکس العملي/ډیجیټل عکسونه چې د دوی د بدن کروت، کوږوالی یا د ښځینه سینه (سيني) پکې د عکس تمرکز وي.
- انځورول/ ډیجیټل عکسونه او د ښکاره، ضمني یا نورو جنسي فعالیتونو یا هڅونې حقیقي نړۍ هنر کله چې یوازې د بدن شکلونه یا اړخونه په کې لیدل کیږي
- د ریښتینې نړۍ هنر، چیرته
- هغه انځورونه چې ضمني، ښکاره، یا نور جنسي فعالیت یا تحرک انځوروي، پرته له دې چې په طبي یا روغتیایی شرایطو کې پوسټ شي
- هغه انځورول چې د حیوانیت ښکارندوی کوي، په دې شرط چې دا په بې طرفه یا غندلو کې شریک شي او خلک یا هغه حیوانات چې انځور شوي حقیقي نه وي.
- په رسمي ډول پېژندل شوې خیالي واقعي نما انځوریزه منځپانګه چې پټه یا بل هر ډول جنسي فعالتیا یا تحرک ښيي.
- واقعي نما انخورونه/ ډیجیټل عکسونه او د حقیقي نړۍ د هنر انځورول:
- په جنسي اړیکو پورې اړوند فعالیتونه لکه د ژبې په ښکاره ډول ښکلول او جنسي یا سکسي نڅا
- هغه کسان چې د جنسي فعالیت تقلید کوي
- هغه اشارې چې د تناسلي غړو، مشت زنی، د خولې له لارې جنسي اړیکې، یا جنسي اړیکو نښه وي
- د پېژندل شویو فحش ویب پاڼو لوګو، سکرین شاټونه یا ویډیو کلیپونه
- هغه منځپانګه چې د جنسي فعالیت غږ لري
د لاندې منځپانګې لپاره موږ یو لیبل اضافه کړ ترڅو خلک پوه شي چې منځپانګه ممکن حساسه وي:
- واقعي نما انخورونه/ ډیجیټل عکسونه او د حقیقي نړۍ د هنر انځورول:
- ښکاره تناسلي غړي(په شمول د هغو چې د ډيجېټلي پوښښ یا بل ډول پټولو سره پوښل شوي وي او هغه چې یوازې د شرمګاه د وېښتانو تر شا پټ وي)، د پښو لاندې نږدې ښکاره انځورونه، یا ښکاره مقعد، کله چې دا انځورونه د طبي یا روغتیایي موخو لپاره شریک شوي وي. په دې کې لاندې موارد شامل دي، د بېلګې په توګه:
- د زیږون او له زیږون وروسته شیبې
- د سرطان یا نورو ناروغیو لپاره د ځان معاینه کول
- ښکاره د ښځې د تیونو سرونه، کله چې دا د طبي یا روغتیایي موخو لپاره شریک شوي وي (د تی لرې کولو د عملیاتو په شمول یا د سرطان له پاتې کسانو سره تړلي ټاټوګان).
د لاندې ټولنې د معیارونو په موخه موږ د پلي کولو لپاره اضافي معلوماتو او/یا شرایطو ته اړتیا لرو:
- په ځینو مواردو کې، موږ به د 18 کلونو او یا له هغې د لوړ عمر لرونکو لپاره منځپانګه له یو لیبل سره اجازه ورکړو، که څه هم دغه منځپانګه ښايي د ټولنېز معیارونو سره په ټکر کې وي، خو که دا وټاکل شي چې منځپانګه سټایریکي (طنزي) ده. منځپانګې ته به یوازې هغه وخت اجازه ورکړل شي، کله چې د منځپانګې سرغړونکي عناصر طنزي تمرکز ټوکې کول وي چې د یو بل شي یا بل چا ته منسوب شي، ترڅو دوی مسخره یا پرې نیوکه وکړي.
د کارونکي تجربې
په فېسبوک د خلکو لپاره د پلي کولو د ښکاره کېدلو د څرنګوالي په اړه ځینې مثالونه وګورئ، لکه: د هغه څه راپور ورکول تاسو ته څه ډول ښکاريږي، چې تاسو فکر نه کوئ چې باید په فېسبوک کې وي، تاسو ته ویل کیږي چې تاسو زموږ د ټولنې له معیارونو څخه سرغړونه کړې او د یوې ځانګړې منځپانګې د خبرتیا د سکرین مشاهده وکړئ.
یادونه:موږ تل د پرمختګ په حال کې یو، پس هغه څه چې تاسو يې دلته ګورئ ممکن د هغه څه په پرتله چې موږ یې اوس کاروو یو څه زاړه وي.
د کارونکي تجربه
راپور ورکول
د کارونکي تجربه
له راپور وروسته اړیکه
د کارونکي تجربه
د لېرې کولو تجربه
د کارونکي تجربه
د خبرتیا سکرینونه
ډاټا
د ټولنې د معیارونو د پلي کولو وروستي راپور وګورئ
پلي کول
موږ په ټوله نړۍ کې په فېسبوک کې د ټولو کسانو لپاره ورته پالیسۍ لرو.
د بياکتنې ټیمونه
زموږ له 15,000 څخه د زیاتو بیاکتونکو نړیوال ټیم هره ورځ کار کوي، ترڅو خلک په فېسبوک کې خوندي وساتي.
د ونډه لرونکو ښکیلتیا
بیروني کارپوهان، اکاډمیک کسان، غېردولتي موسسې او پالیسي جوړونکي د فېسبوک د ټولنې د معیارونو په اړه په خبرولو کې مرسته کوي.
د لويانو د بربنډتوب او جنسي فعاليت په برخه کې مرسته ترلاسه کړئ
دا زده کړئ چې که تاسو په فېسبوک کې داسې څه وګورئ چې زموږ د ټولنې له معیارونو سره په ټکر کې وي، نو هغه وخت تاسو څه کولی شئ.
زموږ د مرستې له مرکز څخه لیدنه وکړئ