د ټولنې معیارونه
پېژندګلو
دا معیارونه د خلکو د نظریاتو او د ټیکنالوژۍ، عامه خوندیتوب او بشري حقونو په برخو کې د متخصصینو د مشورې پربنسټ رامنځته شوي دي. د دې لپاره چې دا ډاډ ترلاسه شي چې د هرچا غږ ارزښت لري، موږ د معیارونو رامنځته کولو ته خورا پام کوو، ترڅو مختلف نظرونه او فکرونه په کې شامل شي، په ځانګړې توګه د هغو خلکو او ټولنو څخه چې ممکن په بل ډول له پامه غورځول شوي یا ګوښه کړل شي.
هره ورځ خلک فېسبوک، انسټاګرام، مسېنجر او تریډ کاروي، ترڅو خپلې تجربې شریکې کړي، د ملګرو او کورنۍ سره اړیکه ونیسي او ټولنې رامنځته کړي. زموږ خدمتونه په ملیاردونو خلکو ته دا وړتیا ورکوي چې په ازاده توګه د هیوادونو او کلتورونو او په لسګونو ژبو خپل ځان څرګند کړي.
میټا دا درک کوي چې د فېسبوک، انسټاګرام، مسېنجر او تریډ لپاره دا څومره مهم دی چې یو داسې ځای وي چیرې چې خلک د خبرو کولو لپاره د ځواکمنتیا احساس کوي او موږ د خدمتونو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په ساتلو کې خپل رول په جدي توګه ترسره کوو. له همدې امله موږ د دې خدمتونو لپاره معیارونه رامنځته کړي چې څه شی مجاز او څه شی مجاز نه دي.
مهرباني وکړئ، دا په یاد ولرئ چې د ټولنې معیارونو د متحده ایالاتو د انګلیسي نسخه د پالیسیو ترټولو اپډيټ ترتیب منعکس کوي او باید د لومړني سند په توګه وکارول شي.
غږ ته زموږ ژمنتیا
زموږ د ټولنې د معیارونو موخه د بیان لپاره چاپیریال رامنځته کول او خلکو ته غږ ورکول دي. Metaغواړي چې خلک وکولی شي د هغو ستونزو په اړه ازادانه خبري وکړي چې د دوی لپاره مهمې دي، دا که د لیکلو تبصرو، انځورونو، موسیقي یا نورو هنري وسایلو په واسطه وي، آن که ځينې خلک ورسره موافق نه وي او د اعتراض وړ یې وبولي. په ځینو مواردو کې، موږ د خپلو معيارونو پر خلاف هغه منځپانګې ته اجازه ورکوو چې هغه خبري ارزښت ولري او د عامه ګټې لپاره وي. موږ دا یوازې د زیان د خطر پر وړاندې د عامه ګټو د ارزښت له ارزونې وروسته ترسره کوو او موږ د دې قضاوت د ترسره کولو لپاره د بشري حقونو نړیوال معیارونه په نظر کې نیسو. په نورو مواردو کې، کله چې اضافي متن موږ ته دا اجازه راکوي چې په منطقي توګه په دې وپوهېږو چې منپځانګه زموږ د معیارونو خلاف ده، موږ ممکن هغه منځپانګه حذف کړو چې مبهمه او ضمني ژبه پکې کارېدلې وي.
د بیان لپاره زموږ ژمنتیا خورا مهمه ده، مګر موږ په دې پوهیږو چې انټرنیټ د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره نوي او زیات شوي فرصتونه رامنځته کوي. د دغو لاملونو لپاره کله چې موږ بیان محدود کړو، نو موږ دا کار د لاندې ارزښتونو څخه د یو یا ډیرو په خدمت کې ترسره کوو:
صداقت
موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې هغه منځپانګې چې خلک یې ګوري کره يا مستند وي. موږ فکر کوو چې کره والی د شریکولو لپاره یو ښه چاپیریال رامنځته کوي او له همدې امله موږ نه غواړو، چې هغه خلک چې زموږ خدمتونه کاروي په دې اړه غلط بیان وکړي چې دوی څوک دي یا څه کوي.
خونديتوب
موږ دې ته ژمن یو چې فېسبوک، انسټاګرام، مسېنجر او تریډ د خلکو لپاره خوندي کړو. موږ هغه منځپانګه لرې کوو چې کولی شي د افرادو فزیکي امنیت ته خطر جوړ کړي. هغه منځپانګه چې خلکو ته ګواښ رامنځته کوي د نورو د ګواښلو، ګوښه کولو یا خاموش کولو توان لري او زموږ په خدمتونو کې مجاز نه دي.
محرميت
موږ د شخصي محرمیت او معلوماتو ساتنې ته ژمن یو. محرمیت خلکو ته آزادي ورکوي چې په خپله خوښه ژوند وکړي، دا غوره کړی چې څه ډول او کله زموږ په خدمتونو کې یو څه شریک کړی او په اسانۍ سره وصل شي.
عزت
موږ باور لرو چې ټول خلک په عزت او حقونو کې مساوي دي. موږ هیله لرو چې خلک به د نورو درناوی کوي او نور خلک به نه ځوروي یا به ورته سپکاوی نه کوي.
د ټولنې معیارونه
زموږ د ټولنې معیارونه په ټوله نړۍ کې په هر چا او د AI لخوا تولید شوې منپځانګې په ګډون په هر ډول منځپانګې باندې تطبیق کېږي.
زموږ د ټولنې د معیارونو هره برخه د «پالیسي استدلال» سره پیل کیږي. هغه د پالیسۍ اهداف ټاکي او د ځانګړي پالیسۍ لارې تعقیبوي، کوم چې په لاندې ډول دي:
هغه مواد چې مجاز نه دي او
هغه منځپانګه چې د پلي کولو لپاره اضافي معلوماتو یا شرایطو ته اړتیا لري. هغه منځپانګه چې د خبرتیا د سکرین کولو لپاره اجازه لري یا هغه منځپانګه چې یوازې د 18 کلنو او له هغې څخه د ډیر عمر لرونکو لویانو لخوا لیدل کیدلی شي.